د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي ولسمشر غني به د یوه فرمان له مخې د زندانیانو د تبادلې لار هواره کړي، بین الافغاني خبرو ته به مذاکراتي ټیم اعلان کړي او په دې توګه به د سولې په روان بهیر کې یو خوځښت رامنځ ته کړي. نوموړي ویلي چې د سیاسي ستونزو د حل لپاره د ډاکټر عبدالله او ولسمشر غني څرګندونې هیله بښونکې وې او دواړه د سولې په برخه کې سره ګډ نظر لري. خلیلزاد هیله څرګنده کړې چې دواړه لوري په یوه پراخه کچه منل شوي او ټولشموله حکومت توافق وکړي او په دې توګه دلته روانې ناندرۍ ختمې شي. ده ویلي پوره دوه اونۍ یې د دواړو ترمنځ د جوړجاړي هڅه کړې ده خو اوس هم هیله لري چې یو جوړجاړی رامنځ ته شي او په حساسو شېبو کې رامنځ ته شوې ناندرۍ ختمې شي.





























