امریکا وایي دوی په افغانستان کې د موازي حکومتونو د جوړېدو مخالف دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې د سولې او بندیانو د خوشي کولو په اړه د ولسمشر غني له اقداماتو او څرګندونو هرکلی کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي دوی په افغانستان کې د یوه ملي او پیاوړي حکومت ملاتړ کوي او د هر هغه اقدام مخالف دي چې له امله یې سیاسي بې ثباتي او موازي حکومتونه رامنځ ته کېږي. پمپیو دغه راز ویلي د ولسمشر غني د هغه څرګندونو ملاتړ کوي چې د لوړې مراسمو کې یې د سولې او زندانیانو د خلاصولو په اړه وکړې. نوموړي ټینګار کړی چې د دایمي سولې د راوستو او په افغانستان کې د سولې یوه پیاوړي توافق ته د رسېدو لپاره د امریکا هڅې دوام لري.





























