امریکايي ځواکونو له افغانستان د وتلو بهیر پیل کړی دی. په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو ویاند ډګروال سوني لګېت ویلي دلته مېشتو امریکايي ځواکونو په مشروط ډول وتل پيل کړي دي او ټاکل شوې چې په ۱۳۵ ورځو کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ کسانو ته راټيټ کړل شي. دده په خبره دوی لا هم خپل اهداف چې د داعش خراسان ډلې او القاعده پر وړاندې مبارزه او د افغان ځواکونو ملاتړ دی تعقیبوي خو تر څنګ به یې د خپلو ځواکونو شمېر هم کموي. امریکايي چارواکو دا نه دي ویلي چې د ځواکونو ایستل یې له کومو سیمو پیل کړي او تر دې دمه یې څومره سرتېري وتلي دي، خو تر دې وړاندې ځینو رسنیو راپورونه خپاره کړي وو چې ګواکي له هلمند ولایت د امریکايي ځواکونو وتل پيل شوي دي.





























