ګڼو نړیوالو بنسټونو د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ خو د امارت د راګرځېدو مخالفت کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر وېبپاڼه په یوه ګډه څوارلس ماده ییزه اعلامیه کې راغلي چې دوی د سولې ملاتړ کوي خو ددې پلویان نه دي چې امارت دې بېرته افغانستان ته راوګرځي. دغه اعلامیه د ملګرو ملتونو، امریکا، بريتانیا، فرانسي، ایټالیا، ناروې او اروپايي ټولنې له لوري په ګډه خپره شوې ده. په اعلامیه کې ټینګار شوی چې دوی د افغانستان او افغانانو ترڅنګ ولاړ دي او د سولې له پروسې ملاتړ کوي. یادو بنسټونو او هېوادونو ټینګار کړی چې د افغانستان جګړه یوازې له سیاسي لارو د حل وړ ده نو ټولو ښکېلو لورو ته په کار ده چې پر سوله ټینګار وکړي. دوی همدا راز له نړیوالو غوښتي چې د افغانستان تر څنګ ودرېږي او د سولې له ټولو اقداماتو ملاتړ وکړي. په ګډه اعلامیه کې پر افغان لوري هم غږ شوی دی چې ژر تر ژره دې د سولې د پرمخ ته بېولو لپاره اقدامات وکړي او په دې توګه دې د روانې جګړې په دایمي پای کې ګامونه اوچت کړي.





























