ولسمشر غني به د زر کسه بندیانو د خوشي کولو فرمان صادر کړي. باوري امنیتی سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ولسمشر غني به تازه د یوه فرمان په صادرولو تر سبا پورې نږدې زر کسه طالب بندیان ازاد کړي. دغه بندیان به د بین الافغاني خبرو لپاره د باور جوړولو په نیت ازادېږي. تر دې وړاندې ولسمشر غني ټینګار کړی و چې د طالب بندیانو په خوشي کولو کې به په بین الافغاني مذاکراتو کې خبرې کېږي او په وینا یې د امریکا په غوښتنه دغه بندیان نه خوشي کوي. خو پرون يې په خپل دريځ کې خورا نرمښت وښود او په وینا یې په دې اړه به یو ځانګړی فرمان صادروي. امنیتي سرچینې بیا ویلي په دې ۱۰۰۰ کسانو کې هغه طالب بندیان شامل دي چې عمرونه یې له ۵۲ کلونو لوړ دي او تر دې ځوان بندیان په دې ډله کې نه راځي.





























