وروسته تر هغه چې رویټرز اژانس د خپلو باوري سرچینو له قوله راپور ورکړ چې ولسمشر غني به د زر کسه طالب بندیانو د خوشي کولو فرمان صادر کړي، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، دوی امریکایي پلاوي ته د پنځه زره کسانو مفصل لیست ورکړی دی چې هیڅوک پکې جعل نشي کولی. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، د دوی یو شرط دا دی چې که دا بندیان په دښته کې ورته تسلېمېږي او یا په زندانونو کې د دوی د پلاوي تر تصدیق وروسته ورته د منلو وړ دي. هغه دغه راز زیاته کړې، دوی هغه کسان غواړي چې نومونه یې امریکایي پلاوي ته په ورکړي لیست کې موجود وي.




























