پخواني ولسمشر حامد کرزي د روان ګډوډ سیاسي وضعیت پړه پر امریکا اچولې ده. د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د اوسني سیاسي وضعیت لامل د افغانانو پر وړاندې د امریکا ناوړه او تفرقه اچوونکی سیاست دی. د خبرپاڼې په حواله، که چېرته امریکا روان بحران نه غوښتی نو د لوړې تر مراسمو وړاندې یې باید پر وخت اړین اقدامات کړي وای. خبرپاڼه کې د کرزي له قوله لیکل شوي، ده په وار وار د ټاکنو پروسې د روڼتیا او دغه راز د دې پروسې د څرنګوالي په اړه له امریکایي چارواکو ځانګړې توګه زلمي خلیلزاد سره خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی دی چې د ټاکنو پایله باید د ملي یووالي ټینګښت او په هېواد کې د یو مقتدر حکومت رامنځته کېدو لامل شي. سرچینه کاږي، اوس وخت دی چې افغانان د بهرنیانو د دسیسو د خنثی کولو لپاره سره یو موټی شي او هېواد له روان ناوړه وضعیت څخه وژغوري.





























