ډېر کسان شته چې د ژوند د جوړولو لپاره پوره هڅه کوي، خو هېڅ ځای ته نه رسېږي، ځکه دوی د ژوند چارې سمې نه تنظیموي او د سبا غم ور سره نه وي. راځئ دلته یوه جوړه په نظر کې ونیسئ، چې نوی ژوند یې پیل کړی او د ځان لپاره یې یو لوی او مجلل کور په اجاره نیولی. دوی مجبور دي چې هره میاشت له خپلې تنخوا څخه د پام وړ پیسې د کور څښتن ته ورکړي. یو کال تېرېږي، اجاره پورته ځي، خو د دوی په حقوقو کې کوم بدلون نه راځي. له دې سره سره چې دوی په هماغه کچه تنخوا اخلي، خو بیا یې هم زړه نه غواړي چې له دې کوره ووځي او له دې څخه په واړه کور کې ژوند وکړي. ورو ورو یې له کور څخه کورنۍ جوړېږي، ماشومان یې پیدا کېږي او دوی مجبور دي چې د خپلو اولادونو د ورځني ژوند مصارف هم پوره کړي. پنځه کاله وروسته هر څه مخ په ځوړ ځي، ماشومان یې زیاتېږي، د کور اجاره اضافه کېږي او په دې ډول یې ژوند ورسره یاري نه کوي او سختېږي. دا دومره موده یې چې زحمت ایستلی، کوم ځانګړی ځای نه ورته نیسي. ولې؟ دا ځکه چې له دوی سره د راتلونکې غم نه و.




































