امریکایي پوځیان وایي طالبان پر خپلو ژمنو وفا نه کوي. د امریکایي پوځ د سمندري ځواک یوه جنرال د افغانستان د سولې هوکړې او دلته د ځواکونو د حضور په اړه د امریکا سنا ته معلومات ورکړي دي. نوموړي د خبرو پر مهال ویلي طالبانو تاوتریخوالي ته ادامه ورکړې ده او امریکا به همدې مسایلو ته په کتو راتلونکې پرېکړې کوي. جنرال فرانک مکینزي وایي، طالبان ښایي پر خپلو ژمنو وفا و نه کړي ځکه تاوتریخوالی یې تر دې دمه نه دی کم کړی. یاد جنرال همدا راز د داعش پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د طالبانو وړتیا ستایي او وایي دوی په ختیځو سیمو کې اغېزناک و. د سرتېرو د ایستلو په اړه هم دغه امریکایي جنرال ویلي چې تر پسرلي به د امریکایي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راښکته شي خو د ټولو سرتېرو د وتلو په اړه واضح نظامي پلان نه دی جوړ شوی.





























