جاپان وایي په افغانستان کې د اقتصادي او ټولنیزو بنسټونو په جوړولو کې خپلې همکارۍ ته ادامه ورکوي. په تاشکند کې د جاپان سفیر د افغانستان په اړه د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاش اوف سره کتلي دي. د جاپان سفیر په دې لیدنه کې ویلي چې ملګري ملتونه د افغانستان د سولې لپاره هڅه کوي او دغه هڅې د جاپان له ملاتړه هم برخمنې دي. دده په خبره دوی په افغانستان کې د سولې په راتګ او دغه راز د اقتصادي او ټولنیزو بنسټونو په جوړولو کې خپلې همکارۍ ته ادامه ورکوي. ازبک لوري هم ویلي چې دوی په خپل څنګ کې د یوه سوله ییز او پرمختللي افغانستان ته هیله لري او د افغانستان سولې لپاره په پیل شوو هڅو کې پوره همکاري کوي.