له آلمان څخه يوه الوتکه چې رد شوي افغان مهاجر پکې سپاره ول کابل ته رسېدلې ده. دا د ۲۰۱۶م کال راهيسې له آلمان څخه افغانستان ته د مهاجرو ۳۳م ډله ایز اخراج دی. تر دې پرواز مخکې تر اوسه په ټولیزه توگه په ۳۲ پروازونو کې د آلمان له بېلا بېلو ایالتونو څخه ۸۶۸ افغانان بېرته افغانستان ته اخراج شوي دي. افغانستان ته د مهاجرو د اخراج موضوع لانجمنه ده. د طالبانو او امريکا ترمنځ پر تړون او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په نظر کې د نیول شويو خبرو اترو سربېره لا هم تاوتريخوالی دوام لري. په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د سياسي دفتر مشر تاداميچي ياماموتو د ډسمبر مياشتې په پای کې وويل چې په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې تر ۱۰۰ زرو زيات ملکي خلک وژل شوي او يا هم ټپيان شوي دي.





























