د امریکا حکومت د لومړي ځل لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې د پاکستان د حکومت کړنې رابرسېرده کړې دي .د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د ۲۰۱۹ کال د بشري حقونو په کلني راپور کې لیکلي چې د پاکستان په ټولو برخو کې خلک برمته یا تري تم شوي دي. راپور زیاتوي چې د خړکمر له پېښې څخه وروسته، د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ وځاپه او ددغې ډلې مشران یې توقیف کړل. د راپور له مخې، د پي ټي اېم مشرانو وکولی شول چې د خپلو ملګرو د نیولو لسګونه قضیې په محکمه کې وننګوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور له مخې، د پاکستان حکومت منلې چې پي ټي اېم مشروع شکایتونه لري خو ځینې بهرني قدرتونه یې د قومي بېلوالي لپاره د وسیلې په توګه کاروي. د بشري حقونو ادارو راپور ویلي، چې پاکستاني چارواکو د پښتنو فعالان او سندي او بلوڅ ملتپال له دلیل او حکم پرته تري تم کړي یا نیولي دي.





























