د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ جوړ جاړی شونی دی او د دې موخې لپاره د ده هڅې راونې دي. نوموړي ویلي، د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ اختلافي مسایل لوی نه دي. خلیلزاد ویلي، چې باید مسؤلانه پرېکړه وشي او یو داسې حکومت جوړ شي چې ټول په کې برخه ولري. نوموړي هیله ښودلې چې د دا ډول یوه حکومت رامنځته کول رانږدي شوي دي او په دې برخه کې هڅې دوام لري. هغه وویل، د دواړو لوریو ترمنځ فاصله کمه ده او د هغې لپاره باید حتما یوه لاره پیدا شي. د عبدالله عبدالله له خوا په ټاکنو کې د بریالیتوب د ادعا او د خپل حکومت له اعلانه وروسته د رامنځته شوې لانجې د هواري لپاره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تادا میچي یاماموتو له خوا هم هڅې روانې دي.





























