په هرات ولایت کې په کرونا ویروس اخته لومړنی کس پرون له روغتون څخه رخصت شو. د هرات د حوزوي روغتون چارواکي وايي، دا کس اوس په خپل کور کې تر روغتیايي څار لاندې دی. د دې روغتون د انتاني څانګې مشر سید ابراهیم بسیم وویل، نوموړي کس ته ویل شوي چې څو ورځې وروسته دې یو ځل بیا د معاینې لپاره روغتون ته مراجعه وکړي. ډاکتر بسیم زیاتوي چې په کرونا ویروس د اخته نورو څلورو کسانو روغتیايي وضعیت هم ښه شوی دی. د هرات د روغتیا مسؤل چارواکي وايي په کرونا ویروس د مشکوکو اخته کسانو د څارنې لپاره تر پخوا زیات امکانات لري.





























