د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ایران کې د کرونا وېروس د پراختیا له امله له دغه هېواد د افغان کډوالو ستنېدل بې ساري ډېر شوي دي. د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي ویلي، په وروستیو ورځو کې د هرات له اسلام کلا بندر هره ورځ له اوو تر لس زرو کسان افغانستان ته راځي. نوموړی زیاتوي، را ستنېدونکي مختلف دلیلونه وایي، خو په دریو کې دوه وايي، چې د کرونا له وېرې هېواد ته راستنیږي. بلخي وايي، وروستیو ستنو شویو کې یوه مثبته او څو شکمنې پېښې ثبت شوې دي. د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت وايي د ایران په ځينې ښارونو کې د کرونا وېروس خپرېدو ته په کتو، ښايي تر یو میلیون کډوال افغانستان ته را ستانه شي. ایراني چارواکي وايي، په دغه هېواد کې تر لس زرو کسان په کرونا اخته شوي چې پکې ۴۲۹ کسان مړه شوي دي.





























