د روان کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۹مه د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ په دوحه کې خپل منځي هوکړه د یو لړ پېچلو او سختو خبرو اترو په پایله کې په دې هیله لاسلیک شوه، څو په افغانستان کې د امریکا شل کلنې جګړې او روانو ناخوالو ته د پای ټکی کېښودل شي. که څه هم یاده هوکړه د ډېرو هېوادونو د استازو پر وړاندې لاسلیک شوه، مګر بیا هم لیدل کېږي چې د افغانستان د ننه د ځینو سیاسي مشرانو له نیوکو سره مخ ده، هغو مشرانو چې د هوکړې پر وړاندې خنډ ګڼل کېدای شي. دا چې د دې هوکړې پلي کېدل به په ټاکل شوې موده کې تر سره شي او که نه؟ د هوکړې پر وړاندې نور کوم خنډونه شته او دواړه خواوې یې پلي کېدو ته تر اوسه او په راتلونکې کې څومره ژمنې ښکاري، په دې تحلیل کې پرې شننه کوو.
افغانستان ته د سولې راوستل
د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه چې څلورو برخې لري، د هغو خبرو اترو په پایله کې لاسلیک شوه چې شاوخوا ۱۸ میاشتې وخت یې ونیوه. د دواړو لوریو تر منځ خبرو اترو یو لړ لوړې ژورې هم درلودې، تر دې چې په ځینو پړاوونو کې دا خبرې د حملو د زیاتوالي له امله د ځنډ ښکار هم شوې. سیمه ییزو مرستندویانو او د افغانستان ګاونډیانو په هغه ورځ چې دا هوکړه لاسلیک کېده، په اړه یې پراخ، مګر د هرکلي غبرګونونه درلودل. د یادې هوکړې لاسلیک کېدو چې د قطر هېواد دوحه کې تر سره کېدل، د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په ګډون، د شاوخوا دېرشو هېوادونو استازو په یاده لاسلیک غونډه کې ګډون درلود. افغان ولس د دې هوکړې لاسلیک په ورځ پراخې خوښۍ لمانځلې، تر دې چې په ځینو سیمو کې د خیراتونو او شیرنیو ویشلو په ترڅ کې د یادو مراسمو تر سره کېدو څخه هرکلی وشو او د سولې ستره هیله چې له کلونو راهیسې یې هغوی په تمه او لټه کې دي، د پوره کېدو هیله په بې سارې توګه څرګنده کړه.
په لاسلیک شوې هوکړه کې دواړو خواوو ځینې ژمنې کړې دي. د بېلګې په توګه، د هوکړې د لومړۍ برخې په درېیمه حصه کې په ښکاره توګه یادونه شوې چې د مارچ په لسمه به بین الافغاني خبرې اترې پیل کېږي او په همدې ورځ به د باور جوړولو فضاء په پار ۵۰۰۰ طالب زندانیان له اړوندو اړخونو سره تر همغږۍ او تایید وروسته خوشې کېږي او طالبان به هم د افغان حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان خوشې کوي. په داسې حال کې چې د هوکړې تر لاسلیک وړاندې امریکايي چارواکو څرګنده کړې وه چې د سولې لاره اوږده او پېچلې ده. دې ته له ورته څرګندونو څخه له وړاندې داسې انګېرل کېده چې د هوکړې لاسلیک کېدل به په حتمي ډول سوله افغانستان ته را نه ولي، خو دا د سولې په لار کې یو ستر ګام و.
بلخوا د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې لاسلیک په ورځ پلازمېنه کابل بیا د افغان دولت، امریکا او ناټو تر منځ د ګډې اعلامیې خپرولو شاهد و. د ناټو مشر او د امریکا دفاع وزیر د اعلامیې خپرولو غونډه کې خبرداری ور کړ که طالبان د هوکړې ژمنو ته وفادار پاتې نه شي، دوی به تړون لغوه کړي او له دې پرته یې په امنیتي برخه کې له افغان ځواکونو سره د مرستې تر سره کېدو په اړه هم څرګندونې وکړې چې په یو وخت کې دې دواړو غونډو د افغانانو هیلې د ناهیلۍ لور ته بوتلې. افغان حکومت که څه هم د هوکړې له لاسلیک کېدلو څخه هرکلی وکړ، مګر د طالب زندانیانو خوشې کول یې نه یوازې سره کرښه وګڼله، بلکې دا یې داخلي پرېکړه ګڼله چې یوازې په افغان حکومت پورې اړه لري. طالب مشرانو بیا ټینګار درلود چې امریکا دې دې هوکړې ته ژمنه پاتې شي او د هغې له مخې دې د هغوی پنځه زره زندانیان ور آزاد کړي، تر دې چې امریکايي چارواکو کابل ته په همدې تړاو سفرونه پیل کړل. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هڅو په پایله کې ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې تر مراسمو وروسته، د طالب زندانیانو آزادولو په اړه یو پېچلی فرمان صادر کړ. د یاد فرمان له مخې، د روانې میاشتې په ۱۴مه باید ۱۰۰ طالب زندانیان له پروان (بګرام) زندان څخه تر بایومټرک کېدو او تر لیکلې ژمنې ورکولو وروسته چې بیا ځلې به د جګړې ډګر ته نه ستنېږي، آزادیږي او په همدې ترتیب به هره ورځ ۱۰۰ طالب زندانیان عمر او روغتیايي وضعیت ته په کتو له نورو زندانونو څخه آزادېږي. د زندانیانو آزادېدو په بدله کې له دې پرته افغان حکومت له طالبانو څخه دا هم غوښتي چې د تاوتریخوالي کچه به راکموي او له افغان حکومت سره به مخامخ خبرې کوي. هغه څه چې د هوکړې تر لاسلیک وړاندې ورته طالب مشران ژمن نه ښکارېدل او نه ورته تیار دي.
د زندانیانو موضوع او سوله
ټاکل شوې وه چې بین الافغاني خبرې اترې د مارچ په لسمه تر سره شي، مګر د ۵۰۰۰ طالب زندانیانو نه خوشې کېدل د بین الافغاني خبرو اترو لړۍ نه پیل کېدو لامل شول، چې تر دې دمه یې څرک نه لیدل کېږي. خو د لوړې تر مراسمو وروسته کله چې ولسمشر محمد اشرف غني د طالب زندانیانو د مشروطې آزادۍ څرګندونه وکړه، افغان سوله بیا د رسنیو سر ټکی شوه؛ مګر د مارچ نهمې دوه ګوني د لوړې مراسمو چې د ډاکتر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله له خوا په جلا جلا توګه تر سره شول، د سولې په اړه کورنۍ اجماع او هیله تته کړه، هغه څه چې د بین الافغاني خبرو اترو لپاره اړین ګڼل کېږي.
امریکا چې له یوې خوا له طالب مشرانو سره یې هوکړه لاسلیک کړه، بلخوا د تېرو ټاکنو له پایلو څخه یې نه یوازې هرکلی وکړ، بلکې امریکايي لوړ پوړو چارواکو د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې ګډون هم وکړ او په دې سره یې د سولې او بندیانو خوشې کولو موضوع لاپسې پیچلې کړه، ځکه د حکومت سیاسي مخالفین تور لګوي چې د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د حکومت پلاوي ټاکلو کې ورسره مشوره نه ده شوې او همدا ځای دی چې ډېری سیاسي مشران د سولې په اړه د حکومت په کړنو شک کوي. په داسې حال کې چې افغان ولس له بې وزلۍ او جګړې څخه په لویه کچه تنګې ته راغلی، د افغان سیاسي مشرانو دغه خپل منځي بې باوري د هغوی هغه هیلې چې تل پاتې سولې ته یې لرلې، بیا ځلې کمزورې کړې.
امریکا چې له یوې خوا یې له طالب مشرانو سره په شوې هوکړه کې د طالب زندانیانو ورخوشې کولو ژمنه کړې، بلخوا د افغان حکومت له لوري د طالب زندانیانو خوشې کولو په اړه پېچلي او نامعلوم پړاوونه چې وخت ته په کتو پکې بدلونونه هم منځ ته راځي، کولی شي افغانستان ته د سولې راتګ د لا ځنډ او خنډ ښکار کړي. ټاکل شوې وه چې د مارچ په ۱۴مه ځینې طالب زندانیان له بند څخه آزاد کړل شي، مګر لیدل کېږي چې هغه هم د نامعلومو دلایلو له امله ځنډېدلي ښکاري او دا هغه څه دي چې طالبان به تاوتریخوالي زیاتولو ته وهڅوي او د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره به هغه بهرني او داخلي اړخونه چې په روان ناورین کې یې ګټې نغښتې دي، کوښښ وکړي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د بې باورۍ فضا جوړولو لپاره لمن ووهي. په داسې حال کې چې امریکايي چارواکو وار دمخه ګواښ کړی که طالبان خپلو ژمنو ته ژمن پاتې نه شي، نو لاسلیک شوې هوکړه به لغوه اعلان کړي او روان حالت د یو همداسې څرک ثابتولو ښکارندویي کولی شي.
د سولې پر وړاندې شته خنډونه څنګه له منځه تللی شي؟
که امریکا او طالبان په رښتینې توګه غواړي چې افغانان د یوې رښتینې سولې شاهدان واوسي، دواړې خواوې باید نه یوازې لاسلیک شوې هوکړې ته ژمنې پاتې شي، بلکې دواړې خواوې د هوکړې هغه موارد چې شکونه یې زېږولي او په اړه یې ډېر وضحات ته اړتیا لیدل کېږي، هم د افغان ولس هغو سیاسي مشرانو ته په ډاګه کړي چې په اړه یې وېرې او شکونه لري. د بېلګې په توګه، د طالب زندانیانو خوشې کولو موضوع چې افغان حکومت یې په اړه وېره څرګندوي چې ګواکې بیا د جګړې ډګر ته ورستانه نه شي. د ټولو امریکايي ځواکونو وتلو موضوع، ځکه داسې څرګندونې هم کېږي چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د خپلو فوځي اډو د پراخوالي چارې تر سره کوي چې د امریکايي ځواکونو وتلو موضوع سره په ښکاره ټګر کې لیدل کېږي.
بلخوا د شوې هوکړې له مخې چې کومې نېټې په ډاګه شوې چې په ټاکل شوې موده کې به بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، دا له حقیقت څخه لرې خبره ده. دا ځکه چې په هوکړه کې هغه لومړنۍ نېټې د بېلګې په توګه د مارچ په لسمه به بین الافغاني خبرې اترې پیل کېږي او د باور جوړولو لپاره د دواړو خواوو زندانیان آزادېږي، عملي نه شوې، هغه څه چې ښايي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو پرېکړو په پرتله ډېرې ستونزمنې نه وي د ځنډ او خنډ ښکار شوې، نو د ځواکونو وتلو پړاوونه ښايي هم په خپل وخت کې تر سره نه شي او دا چارې کولی شي د سولې لړۍ لاپسې وغځوي او که چېرته ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، نو په افغانستان کې د تل پاتې سولې راتګ حتمي کولی شي.
اړینه ده چې طالبان او افغان حکومت د زندانیانو آزادولو پلاوو په اړه داسې څرګندونې ونه کړي، چې د باور فضاء خړه کړي، دواړې خواوې باید د باور فضاء رامنځ ته کولو لپاره د یو څه منلو او له یو څه څخه تېرېدلو یوه داسې پالیسي غوره کړي چې رښتینې او واقعي ګټه یې افغان ولس ته ورسیږي.
په ورته وخت کې افغان سیاسي مشران باید د سیاسي سیالیو او تورونو لګولو څخه لاس واخلي او د بین الافغاني خبرو اترو پلاوي ټاکلو کې چې د حکومت له لوري نهايي شوی هم دی، په اړه یې د ټولو سیاسي مشرانو ملاتړ خپل کړي، څو په پایله کې روانو ناخوالو ته د پای ټکي کېښودل شي او افغان ولس د یوې رښتینې سولې شاهد واوسي.