یو المانی بانک وایي چې په نړۍ کې د کرونا ویروس له پراختیا سره د بیالوژیکي پاسپورت د جوړېدو اړتیا پېښه شوې ده. دویچه بانک وایي دا پاسپورت به ثابتوي چې شخص په کرونا ویروس نه دی اخته او همدا راز د نورو ویروسي ناروغیو نښې نښانې پکې نشته دي.
دغه المانی بانک په دې مقاله کې وايي چې د بیولوژیک پاسپورت پیدا کېدل به د هېوادونو امنیت تامین کړي او په دې توګه به هېوادونه دا وړتیا ولري چې د خپلو خلکو خوندیتابه ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ددغه بانک اقتصادپوهان وایي، چې اوسنی بحران ښايي په راتلونکې نړۍ کې هېوادونو ته ددې اړتیا پیدا کړي چې د لا ډېرې پېژندنې لپاره مهم پروګرامونه پیل کړي. ددوی په خبره دا به د حیرانتیا خبره نه وي، چې د کرونا ویروس تر پای ته رسېدو وروسته ډېری هېوادونه خپلې پولې وتړي او پرانیستلو ته یې کوم تمایل و نه لري.
دوی همدا راز وړاندوینه کوي چې تر ټولو وروستی صنعت به ګرځندويي چې بېرته خپل لومړني حالت ته راګرځي، ځکه خلک به له ګرځندویانو او سفر کوونکو د ویروس د انتقال وېره لري. سرچینه کاږي هېوادونو ډېره هڅه کړې چې کرونا ویروس کنټرول کړي همدا راز به ډېره هڅه وکړي چې دغه ویروس په بشپړه توګه له منځه یوسي، نو داسې هېڅ تضمین نشته چې ګرځندویان به بېرته دغه ویروس نورو سیمو ته نه لېږدوي. همدا راز دوی دا هم نه شي ثابتولی چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
د کارپوهانو په باور دغه ډول اندېښنې کېدای شي د بیولژیکي پاسپورت د جوړېدو اړتیا شدیده کړي. یوه ځانګړې ټیکنالوژي به د انسان معلومات له ځان سره لري او یوه مبایل ته به ورته سیستم جوړېږي. په هغه کې به د یوه کس د روغتیا په اړه بشپړ معلومات راټول شوي وي. په دې توګه هغه کسان چې ویروس لري یا د ویروس له خطر سره مخ دي ځانونه له نورو ګوښه ساتلی شي او همدا راز نور هم له دوی ځانونه خوندي کولی شي.
د مقالې لیکوالان وایي چې دغه ټکنالوژي باید په چټکه توګه د خلکو په واک کې ورکړل شي، دا به یو ایمني پاسپورت وي چې په سیاحت او سفرونو کې ترې کار اخیستل کېږي. له دې پرته ښایي په نړۍ کې سفرونه سخت شي، سیاحت ودرېږي او ځينې هېوادونه د انزوا لور ته روان شي. په مقاله کې وړاندوینه شوې چې که ددغه ټکنالوژۍ د عملي کېدو لپاره اقدام ونه شي نو سیاحت به اوږدې مودې لپاره په ټپه ولاړ وي او ډېر وخت به ونیسي چې دغه برخه د ژوند د نورو حوزو په څېر عادي حالت ته راوګرځي.
په مقاله کې راځي چې د نړۍ اقتصاد به بېرته غوړېدا پیل کړي. تر کرونا وروسته د ټولې نړۍ د هېوادونو لومړنی هدف به دا وي چې خپل اقتصاد پیاوړی کړي. ښایي تر جون میاشتې ټول ژوند بېرته عادي حالت ته راوګرځي. هټۍ خلاصې شي، فابریکې تولید پيل کړي، رستورانتونه خلاص شي خو له دې سره به ګټه وټه یو څه کمه وي. مشتریان به کم وي. ان په چین کې چې ډېری هټۍ او مغازې بېرته خلاصې شوې له خلکو غوښتل شوي چې خپلې فاصلې وساتي.