کابل ښار کې د ګرځبندیز موده د دوه نورو اونیو لپاره وغځول شوه. د کابل والي وايي، که د قرنطین موده پایته ورسېږي په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر به زیات شي. اوسمهال په ښار کې په کرځبندیز محدودیتونه نور هم سخت شوي او د ولایتونو موټرو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې کابل ښار ته د ننه شي. د مارچ میاشتې په ۲۷ نېټه د جمعې په ورځ د کابل ولایت د قرنطین امر هم وشو او د دریو اونیو لپاره ټولې ادارې رخصت او په ښار کې ګرځبندیز ولګول شو. خو د عامې روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو له ټینګار سره سره په کابل ښار کې خلک تګ راتګ کوي. کله چې په افغانستان کې کرونا ناروغي خپره شوې ده خوراکي او نور لومړني توکي ورځ تر بلې ګرانېږي. ګڼ شمېر خلک په تېره بیا هغه کسان چې په ورځني ډول یې مزدوري کوي، څو خپلو اولادونو ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي وزګار دي. دا چې د افغانستان ۵۲ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او تر څنګ له مرستو، امکاناتو او مدیریت پرته قرنطین هم اوږد شي، له کرونا پرته دا خپله یو لوی بشري ناورین زېږولی شي. که څه هم چې ځینو هېوادونو د نغدو پیسو، خوراکي او طبي توکو مرسته کړې ده خو دا چې دغه مرستې باید څه ډول مدیریت شي د افغانستان د سیاسونو او دولتي ستکتورونو لازمې هماهنګۍ ته اړتیا ده.