دا چې دغه کتاب مو د لوستلو لپاره انتخاب کړی، رښتیا چې تاسې خپلو موخو ته رسېدل غواړی او غواړی چې سبا مو له نن ښه وي. ممکن تاسې غواړی په خپل کسب وکار کې تر بریا ورسېږی، د ژوند کولو لپاره ښه لار وټاکی، نورې زده کړې هم وکړی، د ګډ ژوند له ملګري سره ښه اړیکه ولری، د ژوند معنوي اړخ مو تر ټولو پیاوړی کړی او بالاخره هغه څه ته چې تاسې یې غواړی، ورسېږی.
زه کلک باور لرم چې تاسې دا هرڅه کولای شی. ستاسې داخلي انرژي په څپو راځي او هغه مو تر هرڅه رسوي. خو رښتیا همدا اوس خپلو موخو ته د رسېدو لپاره پوره امکانات لری؟ ایا پوهېږی څنګه په خپلو کارونو کې پر یو پیاوړي او بریالي کس بدل شی؟ پیاوړې اړیکې ولری او تر ټولو ژر خپلو موخو ته ورسېږی؟ د یو انسان په توګه څنګه کولای شی له خپل ذهن او ځواک څخه پوره پوره استفاده وکړی؟ څنګه کولای شی خڼدونه له مخې لرې کړی؟ ایا سخت کار به کوی، ډېر کار به کوی یا به د یو داسې څه د رارسېدو په هیله وی، چې هغه مو یوه ښه لوري ته رهبري کړي؟
اصل خبره دا ده چې دغه هرڅه ته د رسېدو لپاره باید یو اغېزناک او ستراتيژیک پلان ولری. ډېری کسانو د زده کړو پر مهال ډېر څه زده کړي دي. د ستونزو او ربړو سختو تجربو هغوی ته ښودلې، چې ځینې وخت د ښه والي او کله کله د بدوالي پر لور ګام واخلي.
تاسې موخې، هیلې او انګېزې لری. ایا داسې فکر کوی، که چېرې ډېرې هڅې وکړی، هغه به په طبیعي ډول لاسته راوړی؟ لیکوال وايي، یوه ورځ ما هم ستاسې په څېر فکر کاوه، خو یوه ورځ مې فکر بدل کړ، چې فردي پرمختګ او موخو ته رسېدل خپله نه رامنځ ته کېږي؛ بلکې د هغه لاسته راوړلو او رسېدو لپاره باید یو اغېز لرونکی پلان ولرم. باید د خپل پرمختګ مسوولیت خپله ومنم. باید پوه شم چې بل هېڅوک زما د ژوند جوړولو مسوولیت نه لري. که غواړم چې ژوند مې ورځ تر بلې ښه شي، باید همدا زه خپله لاس پکار شم.
په همدغه کتاب په همدې اړه کوښښ کوو، چې له تاسې سره یوڅه مرسته وکړو، څو تاسې پر هماغه کس بدل شی چې وړتیا یې لری. موخو ته د رسېدو لپاره له مخکې پلان نیول، هغه کلي ده چې له خپلې ټولې انرژۍ د ګټې اخیستنې په پار ستاسې پر مخ ټولې دروازې پرانیزي. په راتلونکو نوي ورځو کې به تاسې ته هغه مهم او اساسي موارد ذکر شي، چې پر مټ به یې تاسې ډېر عاید لرونکي کسان جوړ شی. مهمه نه ده چې همدا اوس تاسې کوم ځای کې یاستی او یا له کومو موانعو سره مخ یاستی. تر ټولو مهمه دا ده چې تاسې نن دغه چانس په لاس کې لری، چې له همدې نن ورځې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره کار پیل کړی.
څومره وخت ته اړتیا لری، څو مو کار پیل کړی؟ هره ورځ یوازې پنځلس دقیقې کاپي دي، چې تاسې یې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره مصرف کړی او همدې چارې ته نوي ورځې ادامه ورکړی. د هرې ورځ په اړه هماغه تاکیدي متن ولولئ، په اړه یې فکر وکړئ، اصلي موخه یې تر لاسه کړئ او هغه له ځان سره ښه هضم او بیا یې د عملي کولو لپاره اقدام وکړئ.
که هره ورځ دری میاشتې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره کار وکړی، خپله ټوله داخلي انرژي به لاسته راوړی او هغه وخت به اګاهانه پرمختګ ستاسې یو عادت ګرځېدلی وي. که تاسې خدای مه کړه تېر وخت ته ور وګرځی او د هغه په یاد کې پاتې شی، له دې ټولو پرمختګونو به پس پاتې شی.
پر دې لاره مو د تللو پر وخت همدا کتاب لاس نیوی کوي، ویې لولئ!
مینه وال کولای شي یاد کتاب په اکسوس او د ښار په نورو لویو کتابپلورنځیو کې په مناسب قېمت تر لاسه کړي.