که څه هم هند د افغانستان په تړاو په سیمه ییزو بحثونو کې منزوي شوی، خو د سولې په هڅو کې د ورګډېدو لپاره باید له شته فرصتونو استفاده وکړي.
د اپریل میاشتې په لومړیو کې د ملګرو ملتونو دارالانشا د ۶+۲+۱ په نامه د افغانستان د سولې له هڅو د سیمه ییز ملاتړ ډلې غونډه جوړه کړه. په دې ډله کې د افغانستان شپږ ګاونډي هېوادونه چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان شامل وو؛ دغه راز د امریکا متحده ایالتونه او روسیه د نړیوالو لوبغاړو په توګه او پخپله افغانستان هم پکې ګډون درلود. له افغانستان سره شته تاریخي او ستراتیژیکو اړیکو ته په پام سره هند د اپریل د ۱۶ مې په ناسته کې له خپل نه شتون څخه نا خوښه و، خو دا لومړی ځل نه دی چې له هند سره داسې کیږي. له هند سره پخوا هم داسې شوي، خو بیا یې جبران کړي. د بېلګې په توګه د ۲۰۰۱ ز کال په ډسمبر میاشت کې د ځانګړي استازي ساتیندر لمبها په مشرۍ د هند یو پلاوی د جرمني د بن ښار پټرزبرګ هوټل ته ورسېد، چیرته چې د بن د مشهور هوکړه لیک په تړاو بحثونه روان وو، خو د غونډې په رسمي ځای کې د دوی لپاره ځای په پام کې نه و نیول شوی. د ۲۰۱۰ میلادی کال په جنوري کې هند ته بلنه ورکړل شوه چې د افغانستان په تړاو د لندن په کنفرانس کې ګډون وکړي، خو د هند استازي د هغې مهمې غونډې له خونې بهر پاتې شول چې له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو د بیا پیل په تړاو پکې خبرې کېدې.
په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د افغانستان په تړاو له سیمه ییزو خبرو اترو څخه د هند بې برخې کولو دلیل ظاهراً دا و چې دغه هېواد له افغانستان سره ګډ سرحد نه لري، خو حقیقت دا دی چې نوي ډیلي هېڅکله د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې له پروسې خپل رسمي ملاتړ نه دی اعلان کړی. حال دا چې هم په ۲۰۰۱ او هم په ۲۰۲۰ میلادي کال کې هند په بریالیتوب سره خپل دا محرومیت جبران کړی. د بن د هوکړی پر مهال د سفیر لمبها له هڅو له دې امله پراخ هرکلی وشو چې هغه وکړی شول دا یقیني کړي چې د شمالي ټلوالې مشران دې اجماع ته سره رسېدلي، څو حامد کرزی د موقتې ادارې د مشر په توګه ومني او دا اداره د طالبانو د رژیم ځایناستی شي. په ۲۰۱۰ میلادی کال کې د لندن له کنفرانس وروسته نوي ډیلي له کابل سره خپلې اړیکې دوه چند پراخې کړې او په ۲۰۱۱ میلادي کال کې لومړي وزیر من موهن سنګهـ او جمهور رییس حامد کرزي د هند او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو تاریخي قرارداد لاسلیک کړ، دا په خپل ډول کې له یوه بهرني هېواد سره د افغانستان لومړنی قرارداد و.
د نوي ډیلي دریځ
اوس چې د سویلي اسیا بلاک لوبغاړي په افغانستان کې د خپلو راتلونکو اقداماتو په تړاو فکر کوي، نو دوی دې دا له پامه وغورځوي چې ګنې د افغانستان د مسئلې حل د هند له حضور پرته شونی دی، حال دا چې د هند د منزوي کولو د دلایلو مالومول هم اړینه خبره ده. که له دې یی پیل کړو چې له طالبانو سره له ښکاره خبرو اترو څخه د هند ډډه کول د دې لامل شوي چې هند له طالبانو سره د خبرو اترو پر هر میز د ویلو لپاره څه ونه لري، د هند دا دریځ اصولي دی چې د سولې پروسه باید یوازې د افغانانو په مشرۍ – د افغانانو په مالکیت او د افغانستان تر کنټرول لاندې وي، خو دا دریځ خریدار نه لري. نن ورځ کابل او یا د اشرف غني حکومت نه د پخلاینې پروسې رهبری کوي، نه یې مالکیت لري او نه یې هم کنټرول په لاس کې دی، حال دا چې دغه مذاکرات له افغانستان نه د امریکایی عسکرو پر وتلو او د قدرت د شریکولو پر لارو چارو د افغانانو ترمنځ پر خپلمنځي خبرو ور ټول دي. د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ سوله چې پر افغان پوځ د طالبانو د تاوتریخجنو بریدونو کچه یی هم راټیټه نه کړه، دا معنی لري چې له دغه هېواده د امریکایي پوځیانو په وتلو سره به طالبان لا پیاوړي کیږي او اوس چې متحده ایالات له افغان حکومت سره خپلې مالي مرستې کموي، نو طالبان به د بین الافغاني مذاکراتو په پروسه کې له لا پیاوړي دریځه ګډون کوي.
د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ هوکړه؛ هند په خپل ګاونډ کې د سولې دې معاملې ته په ښه سترګه ګوري
د هند دې پرېکړې چې خپلې ټولې هګۍ دې د غني په ټوکرۍ کې کیږدي، دوه ډوله پایلې درلودې؛ د پخلاینې په پروسه کې یې ځای ځایګی محدود شوی او د کابل په دې ژور ویشلي ډیموکراتیک نظم کې یې د پخواني اجراییه رییس عبدالله عبدالله په څیر له نورو افغان رهبرانو سره د هند اړیکې کمزورې کړې دي. دغه راز په افغانستان کې د هند حضور چې له ۲۰۰۱ ز کال راهیسې د زړه په وینو جوړ شوی، یوځل بیا د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې (ISKP) په څیر د ترهګرو ډلو له خوا چې د باور له مخی د پاکستان د اسټبلشمنټ له خوا یې ملاتړ کیږي، ګواښل کیږی. څېړنو وښوده چې په مارچ میاشت کې په کابل کې پر ګورودوارا [د سیکانو پر مذهبي عبادتځي]هغه خونړی برید چې ۲۵ کسان پکې ووژل شول، هدف یې په کابل کې د هند سفارت و او د هغه پلان شوي برید برخه وه چې استخباراتي ادارو یې په تېر ډسمبر کې راپور ورکړی و او ټاکل شوې وه د موټربم په واسطه په جلال اباد او هرات کې د هند کونسلګرۍ هدف وګرځوي.
که څه هم د هند حکومت ویلي چې نوي کرونا ویروس دوی دې پریکړې ته اړ کړي، څو له دغو دواړو کونسلګریو خپل کارکوونکي راوباسي، خو حقیقت دا دی چې د دغو کونسلګریو د امنیت بشپړ ارزول پیل شوي. په هر صورت، په افغانستان کې د هند د ډيپلوماتیک حضور پیاوړي کول باید یوازې د حالاتو په ضرورت پورې ونه تړل شي.
د هند مصلحت له کومه ګواښل کیږي؟
د هند حکومت باید په هېواد کې د وروستیو پېښو، په ځانګړې توګه د تابعیت قانون د اصلاحیې پر سر د را ولاړو شویو جنجالونو له امله د هغه حسن نیت له منځه تلو ته هم پام وکړي چې هند ترې په افغانستان کې برخمن دی. د زیربنایي پروژو، روغتیا، زده کړو، سوداګرۍ، غذایي امنیت او دغه راز په هند کې زده کړو، روزنې او کار ته د افغانانو لاسرسی د دغه حسن نیت د رامنځته کېدو اساسي ټکي دي. پر دې ټولو سربېره، د هند کثرت ګرا او ټول شموله ډیموکراسي نورو ته د الهام ورکولو ستره بېلګه ده. افغان وګړي چې اکثریت یې مسلمانان دي او ډېری یې هند خپل دویم کور بولي، د هند له دې اقدامه چې غواړي یوازې لږه کیو (اقلیت) افغانانو ته تابعیت ورکړي، په هغه کچه ناراضه دي، له کومه چې دوی په راپورونو کې د مسلمانانو ضد او په هند کې له تاوتریخوالي ډکو راپورونو کې اوریدلي.
د متحده ایالاتو او طالبانو هوکړه؛ هغه معامله چې وضعیت یې نامعلوم کړی
که څه هم چې دا ټول له وضعیته د درک ستونزې دي، نو نوی ډیلی باید چابک شي او د افغانستان په مسئله کې بیا ځلې خپل لاس بر کړي. د پروژو په برخه کې د هند درې میلیارده ډالره مالي مرسته، له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګري، د چابهار له طریقه د بدیلې لارې د جوړولو په برخه کې د ۲۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت د پروژې طرحه، سربیره پر دې د افغانستان له ملي اردو څخه د هند ملاتړ، د اداري کارکوونکو، ډاکټرانو او نورو مسلکي کارکوونکو روزل هغه څه دي چې د افغانستان په تړاو په سیمه ییزه فورمول بندي کې باید د هند اوچت دریځ یقیني کړي.
د افغانستان د پارلمان ودانۍ، د زرنج – دلارام لویې لار او د افغان – هند دوستۍ بند (سلما) او ورسره سلګونه وړو انکشافی پروژو د افغانانو په زړونو کې هند ته ځای جوړ کړی، د پاکستان دې هڅو ته له پام پرته چې غواړي د افغانانو، په ځانګړې توګه د جنوب مېشتو له زړونو دا ځای ځایکی پاک کړي. په نتیجه کې، دا به یوه تېروتنه وي چې هند په اوسنیو شرایطو کې خپل ټول ملاتړ یوازې پر کابل او د غني پر حکومت ورټول او محدود کړي. د هند حکومت باید دا وښیي چې مرستې یی همه شموله دي، په ځانګړې توګه د نوي کرونا ویروس پرمهال باید دا مرستې له پلازمینې بهر، ان هغو سیمو ته چې د طالبانو په واک کې دي، ورسوي.
یو ګام
هند باید د افغانستان د سولې په هڅو کې شته فرصتونه په نښه او ترې استفاده وکړي. دغه هڅې د غني او عبدالله ترمنځ له جوړ جاړي پیلېدی شي او هغه لوی رهبران هم باید سره یوځای کړل شي چې لسیزې هند ورسره اړیکې جوړې کړې. دا به یوه لویه تراژیدي وي چې طالبان د متحده ایالاتو له معاملې سره مل د کابل پر حکومت ور ودانګي او د ۱۹۹۶ ز کال په څېر مخالفین یې په کابل کې سره ویشلي وي.
داسې ښکاري چې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر د تېرې اونۍ خبرې به، چې د سولې په پروسه کې د هند پر ورګډېدو پکې خبرې وشوې، دغه شان یوه هدف ته لار پرانیزي.
د افغانستان په تړاو د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ یو تفاهم هم تلپاتې سولې ته د رسیدو لپاره اړین دی. هند کولی شي لکه د چابهار د پروژې مسئله، په دې برخه کې هم د منځګړي رول ولوبوي.
بالاخره دا چې نوی ډیلی باید د ملګرو ملتونو له خوا د نوي کرونا ویروس پرمهال د شخړو د درېدو په برخه کې له شوې غوښتنې استفاده وکړي او له پاکستان سره تربګني تعلیق کړي. هغو خنډونو ته په پام سره چې تیر کال د کشمیر د مسئلې پر سر د دواړو هیوادونو په اړیکو کې رامنځته شول، دا کار اسانه نه دی، خو دلته یی یوه بیلګه موجوده ده او هغه د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ خبرې دي چې ویې ښوده دواړه لورو دا ضروري وګڼله، څو د افغانستان د راتلونکې په باب سره د خبرو میز ته کېني. په یوه بریالي افغانستان کې د هند د تلپاتې ګټو لټول او د افغانانو لپاره د سوکاله ژوند غوښتنه هغه څه دي چې هند ته یې دا مزل اسانه کړی.
پر دې ټولو سربېره، د هند حکومت باید د پخوا په څېر د افغانستان په چارو کې د یوه ځانګړي استازي پر ګمارنه غور وکړي، څو د افغانستان پر مسایلو کار وکړي او دا استازی باید هم ډیپلوماتیک مهارتونه ولري او هم په دې حساسو شرایطو کې د دغه هېواد پر تاریخ پوه وي.