د راپورونو له مخی، د روان کال د ثور میاشتې په 12 مه یوشمېر افغان کډوال چې په غیر قانوني توګه د ایران پولې ته اوښتي وو، د ایران د پوله ساتو ځواکونو لخوا په دهانه ذوالفقار سیمه کې ونیول شول. دا افغانان له ځورونې او شکنجې وروسته په بې رحمۍ سره سیند ته ګوزار شوي وو. د دغه غیر انساني عمل پر وړاندې په سیمه ییزه او نړیواله کچه سخت غبرګونونه راپورته شول، افغان حکومت وویل چې دا ډول عمل د بښلو وړ نه دی او د څېړلو لپاره یې با صلاحیته پلاوی ټاکلی دی.
ایران ته د افغان کډوالو هجرت د روسي لښکرو له تېري سره سم پیل شو چې اوسمهال نږدې یو میلیون ثبت شوي او نږدې دوه میلیونه ناثبت کډوال په ایران کې مېشت دي. د تېرو لسیزو په اوږدو کې ډېر ځله افغان کډوال په ایران کې د تاوتریخوالي او ځورونې ښکار شوي، وهل ټکول شوي او وژل شوي هم دي، د افغان کډوالو پر وړاندې د ایرانیانو کرکه او ناوړه برخورد وړاندې هم ډېر ځله په هېواد کې دننه او د باندې غبرګونونه پارولي وو، خو افغان حکومت، ایران او نړیواله ټولنه په دې نه ده توانېدلې چې په ایران کې له مېشت افغان کډوالو څخه په سمه توګه دفاع وکړي او له خپلو لومړنیو انساني حقونو یې برخمن کړي.
ایران او افغان کډوال
افغان کډوال په ایران کې د لسګونو کلونو مهاجرت په لړ کې، وار په وار د ایراني امنیتي مقاماتو له خوا د ځورونو او تبعیض ښکار شوي دي، د بشري حقوقو د نړیوال سازمان په وینا، هغه افغانان چې په ایران کې ثبت هم دي، یوازې د محدودو، سختو او کمې مزدورۍ لرونکو دندو او کارونو اجازه ورکول کېږي. کډوالو ته تعلیم، واده او له انساني حقونو څخه د خپلې دفاع په برخه کې محدودیتونه رامنځته شوي، زرګونه افغانان په زندانونو کې د غلا، قاچاق او قتل په تور ساتل شوي او د حقونو د دفاع په خاطر وکیل او حقوقي مشاور ته د لاسرسي اجازه نه لري.
د ګارډین د رپوټ پر بنسټ، ایران دولت د دې لپاره چې ایران ته په ناقانونه ډول د راتلونکو افغان کډوالو شمېر راکم کړي، د کډوالو او د دوی د ماشومانو سره ناوړه برخورد او سپکاوی کوي، کورنۍ یې سره وېشي او د کورنیو لویان په زوره کار ته مجبوري او شکنجه کوي یې، د کډوالو د شړلو په موده کې بې دلیله پیسې ترې غوښتل کېږي، بې مزده کار ته مجبوریږي او له کافي اندازې خوراکي توکو پرته له هېواده ویستل کېږي.
له ایران څخه د راستنو شویو کډوالو په وینا، په ایران کې د افغان په حیث ژوند کول د مجرم غوندې ژوند کولو په شان دی، د ډنمارک د نړیوالو مطالعاتو انسټیټیوټ په یوه څېړنه کې له افغان کډوالو داسی نقل قول کوی: ((ایرانیانو به موږ د «مردارخورو افغانانو» او «افغاني خځلو» خطاب کاوه، افغانانو ته سپکاوی یو عادي نورم ګرځېدلی، د دوی په اند، افغانان خراب او مردار خلک دي، دوی فکر کوي چې موږ هېڅ انسانان نه یو، په ایران کې له ځناورو سره د افغانانو په نسبت ښه سلوک کیږي، هر څوک چې وغواړي له افغانانو سره هر رنګه سلوک کولای شي او داسې ډېر د تاوتریخوالي واقعات شته چې ثبتیږي نه او ایراني چارواکي یې په اړه چوپ پاتې کېږي. د افغانانو پر وړاندې په ایران کې تبعیضی چلند او تاوتریخوالي په اړه زیات راپورونه او څرګندونې شوې دي.
د خامه پرېس د رپوټ له مخی، د کرونا بحران په پیل سره د ایران روغتونونو په کرونا د اختهافغانو مریضانو له معالجې ډډه کوله، چې په نتیجه کې افغانستان ته په کرونا ککړو افغانانو د راستنېدو سیلاب راخوشې شو.
د پېښې جریان
د ۱۳۹۹ لمریز کال د ثور د میاشتې په ۱۲ مه،۵۰ افغانان چې غوښتل یې د کار په موخه له پولې څخه ایران ته واوړي، د ایران د پوله ساتو ځواکونو له لورې نیول شوي، چې له سختو شکنجو وروسته د هریرود سیند ته غورځول شوي، د پېښې له شاهدانو څخه یوه تن د فرانس ۲۴ خبري شبکې ته ویلي : «موږ د ۵۰ په شاوخوا کی کسان وو، په موږ کې سپین ږیري او ماشومان هم وو، په پړیو مو ځانونه تړلي وو او د هریرود له سیند څخه پورې وتو چې د ایران پوله ساتونکو ونیولو، یوه شپه یې په پوسته کې وساتلو، بیا یی موږ ته په سپکو سپورو پیل وکړ. موږ یې لوڅې نڅا ته اړ کړو، په لغتو او د ټوپکو په قنداغونو یې ووهلو، بیا یې په لوی بس کې بار کړو، د سید غاړې ته یې بوتلو او ویې ویل چې له سینده بیرته پورې وزی، که نه په ډزو مو وژنو. د اخطار په شکل یې هوايي ډزې هم وکړې، مونږ د مرګ له وېرې له سینده پورې وتل پیل کړل، په موږ کې د اکثرو لامبو نه وه زده، د سیند څپې هم قوي وې، ایراني ځواکونو خندل او ملګري مې په سیند لاهو شول».
د ایراني ځواکونو له لوري دغه زړه بوږنوونکي عمل توند غبرګونونه راوپارول. د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د یادې پېښې په اړه خواشيني څرګنده کړې او له هر رنګه ډیپلوماتیکو لارو یې د څېړلو وعده وکړه، د امریکا د بهرنیو چارو وزير مایک پامپیو هم د پېښې په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي : «افغان مقامات هڅوم چې پراخې پلټنې وکړي او د دې پېښې له عاملانو سره حساب کتاب وکړي».
د دې ترڅنګ د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز هم د پېښې په اړه څرګندونې کړې او ویلي یې دي: «له افغان کډوالو سره د ایران د بې رحمانه چلند او ناوړه استفادې په اړه چې په دغه راپور کې ادعا شوې، وحشتناکه ده، موږ په دې اړه د هر اړخیزو څېړنو څخه ملاتړ اعلانوو.»
طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره یاد اقدام ظالمانه بللی او له ایراني حکومته یې غوښتي چې د کډوالو سره د ترحم، اسلامي اخوت او ګاونډیتوب د اصولو سره سم چلند وکړي. په افغانستان کی دننه هم سیاسی او ټولنیزو ډلو، ولسی او مدنی شخصتونو، د ایرانی مقاماتو د دی ناوړه چلند په کلکه غندنه کړې او هغه یې د نه منلو بللی دی.
افغان دولت ویلي چې د پېښې د پلټنې لپاره یې له ایران سره په ګډه پلاوی ټاکلی چې په ۲۴ د ثور یې خپلې پلټنې په یاده سیمه کې پیل کړي او ویلي یې دي چې پېښه به د قربانیانو د کورنیو لپاره تر تامینولو په جدي ډول تقیب کړي.
د پېښې لاملونه
په ایران کې د افغانانو پر وړاندې تبعیض د دوو اړخونو له خوا ترسره کیږي؛ لومړی د ایران دولت دی چې افغانان له پارکونو او ځينو سیمو منع کوي، د تحصیل پر وړاندې یې محدودیتونه را منځته کوي، د سپکاوي او تاوتریخوالي له لارې یې د هېواد پرېښودو ته مجبوروي. دویم ځايي خلک دي چې په کورونو، لارو او په سړکونو کې افغانان ځوروي، د کار اجوره یې نه ورکوي او هېواد او قوم ته یې سپکاوی کوي.
د ځینو شنونکو په اند، د ایرانیانو لخوا د افغانانو پر وړاندې رقابت، نژاد پالنه او قوم پالنه ددې لامل شوي چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اجتماعي روابط متاثره کړي، ایرانیان د افغانستان ناوړه حالاتو ته په کتو، غواړي افغانانو ته خپل عظمت وښيي او د ځورونې، سپکاوي او تاوتریخوالي له لارې ورته د کمترۍ احساس ورکړي.
ښایي چی د ایران کمزوری کېدونکی اقتصاد هم ددې لامل دی چې د افغانانو پر وړاندې تبعیضی چلند کې زیاتوالی راشي. په تېرو لسیزو کې ایران د امریکا لخوا له بېلابېلو اقتصادي بندیزونو سره مخ شو، چې له امله یې د دغه هېواد اقتصاد وځپل شو. د ایران حکومت په وینا، حکومت یې د بندیزونو په شتون کې د دې توان نه لري چې مهاجرین ومني او اداره یې کړي. همداراز د ایران لخوا ترسره شوې څېړنې ښيي چې د افغانانو شتون په هېواد کې د کارونو په شتون منفي اغېزه لري او د هېواد په ټولو سکتورونو کې کاري پوستونه له کمبود سره مخي کړي.
پایله
د ایران لخوا د وروستیو اقداماتو او همدارنګه نورو تبعیضونو او تاوتریخوالو ترسره کول کولای شي د سیمي په سیاسي او اقتصادي پالیسیو ژورې اغېزې ولري، کوم ډول چې د دواړو اړخونو د خلکو او دولتونو ترمنځ واټن رامنځته کیږي، د وګړیو په سینو کې نفرت او کرکه رامنځته کېږي، هماغه ډول د هېوادونو سیاسي نظریات او اقتصادي اړيکې هم رخ پیدا کوي.
د وروستۍ پېښې عاملین ممکن د افغان حکومت د ضعف او ناکامه ډیپلوماسۍ له امله د عدالت غېږ ته ونه سپارل شي، خو دا او ورته پېښې به ضرور د دواړو ګاونډيو هېوادونو ارتباطات کمزوري کړي. افغان حکومت له یو زیات شمېر مجبوریتونو سره سره، بیا هم د امریکا او ایران په شخړه کې تر اوسه بې پری پاتې شوی. که د ایران دولت د دې پېښې شفافه پلتڼه ونه کړي او د هغې په خاطر له افغان ولس نه بښنه ونه غواړي، کیدی شي د افغانستان لخوا د اعلان شوې بې طرفي کچه راښکته او امریکې ته د ایران پر وړاندې د افغان حکومت د لمسولو پلمه په لاس ورشي. د دې نه ور هاخوا، د هریرود سیند ټول وژنه یوه حقوقي او جنایي پېښه هم ده چی حق العبدي جنبه لري. هېڅوک هم نشي کولای د متضررینو د ژوند حق د حادثې مرتکبینو ته ور وبښي. ایراني مقامات که نور هېڅ شي ته تیار نه وي، نو لږ تر لږه د وژل شویو افغانانو دیت ( د وینې بیه) خو باید د هغوی کورنیو ته پرې کړي.
په داسې حال کی چې سیمه له مخکې نه د امریکا- ایران د کشمکشونو په وجه له یوې خوا او په افغانستان کې د روانې جګړې په خاطر له بلې خوا کړکېچنه ده، دا ډول پېښې د هېڅ یو ګاونډي هېواد (ایران او افغانستان) په ګټه نه دي. دا ډول اقدامات نه یوازې غیر انساني کړنې دي، بلکې د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سیاسي اړیکو د کمزورتیا سبب کېدای شي، نو د دواړو هېوادونو مشران باید په ګډه هڅه وکړي تر څو له یوې خوا د پېښې عاملین ژر تر ژره په ګوته او سزا ورکړی شي او له بله اړخه د دواړو هېوادونو د خلکو او دولتونو ترمنځ د انساني همدردۍ، غوره ګاونډیتوب او ګټورو سیاسي او اقتصادي اړیکو د ساتلو لپاره ګډ کار دوام ومومي.