(ستونزه دې حل کړه) کتاب تازه پښتو ژبې ته ژباړل شوی دی. د کتاب لیکوال مشهور امریکايي ارواپوه برایان ټریسي دی. ټریسي نږدې ۵۰۰ کتابونه لیکلي چې له دې مخکې یې هم پښتو ته څو کتابونه ژباړل شوي دي.
دغه کتاب ګلاب بهار پښتو ته ژباړلی، پښتو بڼه یې ۹۲ مخونه لري چې بیاکتنه یې امان الله حنیفي کړې ده.
ستونزه د حل کړه کتاب پر لټۍ د برلاسۍ او په کم وخت کې د ډېر کار کولو ۲۱ غوره او اسانه لارې چارې درښيي. دا لارې او اصول له تاسې سره مرسته کولای شي، څو د لارو په بدلولو سره پر خپل وخت او ژوند کنټرول ترلاسه کړی. یانې فکر کول، کار کول او له بېوزلۍ سره مبارزه کول هغه څه دي چې ستاسې ژوند بدلولای شي.
پر ژوند او وخت کنټرول ستاسو په کار او فعالیتونو پورې اړه لري، یانې څومره کارونه کولای شی او د څومره کارونو د ترسره کولو مخنیوی کوی. دغه کتاب درته وايي چې د ډېرو کارونو په ځای پر لږو هغو چې تاسې یې رښتیا ترلاسه کولای شی، ډېر تمرکز وکړی او خپل ژوند بدل کړی.
د دغه کتاب تر ټولو ښه ځانګړنه دا ده چې پر لټۍ د برلاسۍ او په لږ وخت کې د ډېر کار کولو هره لاره او اصل د لیکوال او د لیکوال د سیمینارونو د ګډونوالو پر تجربو ولاړ دی.
لیکوال وايي، ما له ۳۰ کلونو څخه ډېر وخت، د وخت مدیریت مطالعه کړی او ډېر وخت مې له هغو کسانو سره کار کړی چې په دې برخه کې متخصصین او ماهرین دي، لکه پيټر دراکر، الکس مکیکینزي، ایلن لایکسین او ځینې نور. همدارنګه مې د شخصي وړتیا او اغېزمنتوب په اړه سلګونه کتابونه او مقالې لوستي. یوازې پر دې مې هم اکتفاه نه ده کړې، بلکې د خپلو سیمینارونو د ګډونوالو له تجربو څخه مې هم ګته اخیستې چې دغه کتاب د دغو ټولو فعالیتونو پایله ده.
په دغه کتاب کې وړاندې شوي اصول او نظریات به ستاسې د پوهې او تجربې پر اساس ستاسې د کامیابۍ لامل شي. که چېرې دغه مېتودونه او تخنیکونه تاسې په خپل ژوند کې عملي او عادت وګرځوئ، نو په خپل ځان کې به مثبت بدلون احساس کړی.
مینه وال کولای شي دغه کتاب په کابل کې له اکسوس او نورو لویو کتابپلورنځیو ترلاسه کړي.