د ګالوپ په نامه د یوې موسسې نظرپوښتنه ښیي چې د ټرمپ محبوبیت په یوه اوونۍ کې ۴۰ سلنه کم شوی دی. د راپورنو له مخې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اړه وروستۍ نظرپوښتنې ښیي چې د نوموړي محبوبیت کچه شاخوا ۳۰ فیصده نوره هم ټیټه شوې ده. دا نظرپوښتنه چې د اکټوبر میاشتې له ۲۲-۲۸ نېټې پورې له ۱۵۰۰ کسانو نه شوې ده ښیي چې د ټرمپ محبوبیت د پخوا په پرتله د پام وړ کم شوی دی او ډېری امریکایان ورته د یو با تدبیره رهبر په سترګه نه ګوري. د ټرمپ د محبوبیت کچه په داسې حال کې کمېږي چې د امریکا د منځ مهالي دورې ولسمشریزو ټاکنو ته کم وخت پاتې دی. دا په داسې حال کې ده چې پر ټرمپ تر دې وړاندې هم ګڼې نیوکې شوې دي او نه یواځې عامو امریکایانو بلکې نوموړي ته نژدې کسانو هم، دی یو خودخواه او لیونی انسان بللی دی.