سه شنبه, جولای 28, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    فراه؛ د ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۳ سړکونو د رغولو چارې پیل شوې

    هلمند؛ د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دویم مواصلاتي پل جوړولو چارې پیل شوې

    ملګري ملتونه: په بامیان کې پراختیايي پروژو د خلکو ژوند ښه کړی

    افغانستان او ازبکستان د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه نړۍ

د بنګله ‌دېش پخوانۍ لومړۍ وزیره په ۷ کلونو بند محکومه شوې

اکتوبر 31, 2018
in نړۍ
0 0

د بنګله‌ دېش پخوانۍ لومړۍ وزیره خالده ضيا چې د دغه هېواد د حکومت د مخالف ګوند مشره هم ده، په اوو کلونو بند محکومه شوې ده.

د خالدې ضيا ګوند په بېړنۍ توګه د محکمې حکم رد کړی او اعلان ‌یې کړی چې په ټول هېواد کې به اعتراضیه لاریونونه وکړي.

خالده ضیا ۷۳ کلنه ده، دا په ډهاکه کې محکمې ته نه‌ وه حاضره شوې او د نوموړې مدافع وکيل هم دې غونډې ته حاضر نه ‌شو او ویلي یې دي چې له محکمې د عدالت تمه نه‌ لري.

د بنګله‌ دېش سترې محکمې د مېرمن ضیا د استېناف هغه غوښتنه رد کړې چې اووه کاله وروسته له هغه وشوه چې په دغه هېواد کې د فساد پر وړاندې کمېسیون ته‌ یې شکايت ثبت کړی و.

مېرمن ضیا د اداري فساد په یوه بله قضیه کې پنځه کلن بند تېروي او د روانې مياشتې په لومړيو کې د ناوړه روغتیایي وضیعت له کبله روغتون ته انتقال شوه.

د نوموړې ګوند ويلي چې د دغو قضيو تر شا یو لړ سياسي انګېزې شتون لري او دا د ډسمبر تر ټاکنو مخکې د حکومت هڅه ده چې مخالفین کمزوري کړي.

د نوموړې قاضي اخترالزمان ويلي چې مېرمن ضیا له ۲۰۰۱ ز نه تر ۲۰۰۶ ز کال پورې د خپل حکومت پر مهال له واکه په ناوړه ګټه اخیستنې د خپل مېړه ضياالرحمان په نوم خيريه مؤسسې ته له نامعلومو سرچينو درې لکه او ۷۵ زره ډالره تر لاسه کړي وو.

ضياالرحمان د بنګله ‌دېش د پوځ پخوانی مشر او د دغه هېواد ولسمشر هم پاتې شوی چې په ۱۹۸۱ ز کال کې ووژل شو.

محکمې له دې قضيې سره په تړاو درې نور کسان هم په ۷ کلونو بند محکوم کړل.

مېرمن ضيا له ۳۰ نورو قضيو سره مخامخ ده چې د بنګله‌ دېش په محکمو کې پرتې دي.

د نوموړې نشنلېست ګوند وايي، دا قضيې د ضیا پر وړاندې د اوسنۍ صدراعظمې شیخ حسینې له واکه ناوړه ګټه اخیستنه ده، ځکه دوی له ډېرې مودې راهيسې سياسي سیالانې دي او د دوی په وينا، شیخ حسینه غواړي چې په راتلونکو ټاکنو کې د درېيم ځل لپاره بريالۍ شي.

مېرمن ضيا او د دې سیاسي پلويانو د ۲۰۱۴ ز کال په ټاکنو کې ګډون ونه‌ کړ او پر لاریونونو او اعتراضونو سربېره، شیخ حسینې ته لاره پرانيستل شوه چې یو ځل بيا واک ترلاسه کړي.

د مېرمن ضيا مهم پلوی ګوند جماعت اسلامي دی چې د شېخ حسینې سخت مخالف دی.

د دغه ګوند مشران په دې وروستيو کې له پاکستان سره د ۱۹۷۱ ز کال د ازادۍ د جګړې پر مهال د جنګي جرايمو په تور په اعدام محکوم شول.

Share3Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

فراه؛ د ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۳ سړکونو د رغولو چارې پیل شوې

جولای 28, 2026

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او ښې پایلې ته هیله‌من یو

جولای 28, 2026

هلمند؛ د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دویم مواصلاتي پل جوړولو چارې پیل شوې

جولای 28, 2026

ملګري ملتونه: په بامیان کې پراختیايي پروژو د خلکو ژوند ښه کړی

جولای 28, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In