نوموړي ویلي ټولې هغه ډلې چې په پاکستان کې د خلکو له احساساتو ګټه اخلي او خلک د حکومت پر وړاندې پاروي باید پوه شي چې پر وړاندې به یې سخت اقدامات وکړو. نوموړي ویلي د حکومت مسوولیت دی چې له خلکو ساتنه وکړي او که دغه ډلې په پاکستان کې ګډوډیو ته لمن وهي نو حکومت په هر ډول اقدام لاس پورې کوي. عمران خان وایي سختدریځې ډلې تل په پاکستان کې د عامو وګړو لپاره د سر درد دي او د ګڼو کسانو ژوند یې تریخ کړی دی. نوموړي پر امنیتي ادارو هم امر کړی دی چې د ستونزو د جوړولو په صورت کې ددغه ډلو پر وړاندې عملي اقدامات ترسره کړي.