د روان کال اسد میاشتې په پنځمه نېټه د افغانستان برېښنا شرکت په ناڅاپي توګه خبر ورکړ، چې د سهار 7:30 بجو څخه را وروسته د اوبو د کمښت له امله له تاجکستان څخه د وارداتي برېښنا کچه له 350 میګاواټه څخه 40 میګاواټه ته راښکته کېږي. په دې کار سره د پلازمېنې کابل او ځینو نورو سیمو اوسېدونکي د برېښنا د نشتون له سختې ستونزې سره مخ شول.
په تېرو دوو لسیزو کې په لویه کچه تر سره شویو مرستو سربېره لا هم په داخل کې د تولید کچه د نشت برابره ده؟ افغانستان به تر کوم وخت پورې په داخلي برېښنا بسیا شي، او وارداتي برېښنا به ترکوم وخت داخلي اړتیا پوره کړي؟ په یادو موضوعاتو دلته شننه شوې ده.
وارداتي برېښنا آخر تر کله؟
په داسې حال کې چې هره میاشت افغانستان د تاجکستان په ګډون، ازبکستان او ایران ته د برېښنا واردولو په بدله کې 25 میلیونه ډالر ورکوي چې په کلني حساب 300 میلیون ډالر کېږي؛ څو ورځې وړاندې په ناڅاپي توګه د تاجکستان هېواد له لوري افغانستان ته صادرېدونکې برېښنا لېږد په یاد هېواد کې د اوبو کموالي له امله له 350 میګاواټه څخه 40 میګاواټو ته راښکته شوه. د تاجکستان حکومت له دې ګام اخیستو وروسته د برېښنا شرکت خبر ورکړ، چې له ازبکستان څخه به د 400 میګاواټو په کچه برېښنا هېواد ته راولېږدوي. په داسې حال کې چې د برېښنا صادروونکو هېوادونو له جملې ازبکستان بیا څو میاشتې وړاندې ګواښ کړی و که د برېښنا مصارف له وړاندې ور نه کړل شي، نو په افغانستان کې به خپله برېښنا بنده کړي. دا کار د دې څرګندويي کولی شي چې افغانستان ته د برېښنا نور صادروونکي هېوادونه خپلو اړتیاوو ته په کتو چې هر وخت وغواړي ورته ګامونه اخیستلی شي او افغانستان چې دا مهال یوازې 30 سلنه وګړي یې برېښنا ته لاسرسی لري، له برېښنا بې برخې کولی شي. تر دې دمه د وارداتي برېښنا لېږد په برخه کې په میلیونونو ډالر مصرف شوي، که چېرته یاد مصارف په داخل کې د برېښنا د تولید لپاره د اوبو بندونو د جوړېدو په برخه کې په اغېزناکه توګه لګېدلي وای، نو لرې نه وه چې اوسمهال به له 30 سلنه زیات وګړي له داخلي برېښنا څخه ګټه اخیستلای.
د بهرنیو مرستو کمېدلو تر څنګ د هېواد کمزوري اقتصادي وضعیت ته په کتو، لرې نه ده چې د برېښنا واردوونکو هېوادونو ته په خپل وخت د پیسو د نه ورکړې په صورت کې د برېښنا لېږد کچه نوره هم ټيټه شي.
له تېرو دوو لسیزو راپدېخوا افغان چارواکو او په ځانګړې توګه د برېښنا شرکت یوازې تشې وعدې کړې دي او د اوبو هغو بندونو جوړولو کې پاتې راغلي چې د برېښنا تولید لپاره ترې باید کار اخیستل شوای وای.
د برېښنا داخلي بندونه؛ د ستونزې بنسټیز حل
په داسې حال کې چې افغانستان د 318 ګیګاواټه برېښنا تولید ظرفیت لري، دا مهال تقریباً 80 سلنه برېښنا له بهرنیو هېوادونو څخه واردوي او د 2500 میګاواټه په شاوخوا کې برېښنا ته اړتیا لري. یوازې د کابل ولایت برېښنا اړتیا له 750 میګاواټو څخه اوړي، په داسې حال کې چې اوسمهال یوازې 450 میګاواټه برېښنا ته لاسرسی لري. د برېښنا نشتون نه یوازې داخلي پانګونه؛ بلکې د بهرنۍ پانګونې د راتګ مخه ډبه کړې ده. دا چې د افغانستان 75 سلنه وګړي په کلیوالو سیمو کې اوسیږي، یوازې 9 سلنه وګړي په یادو سیمو کې برېښنا ته لاسرسی لري، په داسې حال کې چې د هېواد 67 سلنه ناخالص کورني تولیدات له یادو سیمو لاسته راځي. د داخلي اوبو بندونو جوړېدو چارې د بېلګې په توګه د پکتیا ولایت احمد آباد ولسوالۍ اړوند مچلغو بند چې چارې یې نهه کال وړاندې په 1390 کال کې پیل شوې او تمه وه چې د دریو کلونو په موده کې به ګټې اخیستنې ته چمتو شي، د فساد له امله یې کارونه وځنډېدل. د یاد بند جوړېدو چارې د دویم ځل لپاره په 1396 کال کې یو بل روسي شرکت او د درېیم ځل لپاره دا دي د یاد بند جوړېدو چارې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې ته وسپارل شوې او د امنیت ټينګښت په صورت کې یادې ادارې تمه ښودلې چې په راتلونکو 16 میاشتو کې به یې چارې بشپړې کړي. د یاد بند د جوړېدو چارې د یو منظم پلان درلودو په صورت کې کېدلی شوای کلونه وړاندې تر سره شوې وای، خو لیدل کېږي چې د 1.1 میلیارد افغانیو تر مصرف وروسته لا هم د مچلغو بند چارې یوازې 7 سلنه تر سره شوې دي.
له دې پرته د ځینو نورو داخلي بندونو جوړېدو چارې هم څو څو ځلې یوازې په نمایشي بڼه پیل شوې؛ خو په پراخه کچه فساد له امله یې د بشپړېدو چارې له خنډ سره مخ کړې دي.
که افغان حکومت په رښتینې توګه غواړي چې د برېښنا ستونزې ته په داخلي توګه په بنسټیزه توګه حللاره پیدا کړي، تر هر څه لومړی دې د وارداتي برېښنا په برخه کې د فساد مخه ونیسي. ځکه ځینې داسې دولتي او خصوصي ادارې شته چې له کلونو کلونو راهیسې د برېښنا مصارف نه پرېکوي، د دې لپاره چې برېښنا شرکت د داخلي برېښنا تولید ته پاملرنه زیاته کړي، صادروونکو هېوادونو ته د پيسو د ورکړې په برخه کې ځان مصروفوي او بهرنیو هېوادونو ته د پيسو د ورکړې لپاره افغان حکومت دې ته اړ کېږي، چې له ملي بودیجې هغه پیسې پرې کړي چې د فساد له امله برېښنا شرکت ته نه ورکول کېږي. دا چاره د هېواد کمزوری اقتصادي وضعیت نور هم له خنډونو سره مخ کوي او د داخلي بندونو جوړېدو چارې د کمزوري اقتصادي وضعیت او فساد له امله نورې هم نامعلوم راتلونکي ته غځیږي او په وارداتي برېښنا تکیه کولو ته لاره هواریږي.
نړیواله ټولنه باید د افغانستان داخلي برېښنا تولید په برخه کې نه یوازې مالي مرستې تر سره کړي، بلکې اړینه ده چې په اغېزناکه توګه د برېښنا تولید په برخه کې د هر اړخیزې څارنې لپاره هم لاس پکار شي. د برېښنا ماسټر پلان چې په 2004 کال کې جوړ شو، بیاکتنې ته اړتیا لري چې ولې تر دې دمه هېواد ته د پراخو مرستو له راتګ سره سره بیا هم د داخلي تولید کچه ډېره کمه ده؟ په دې کې شک نشته چې د داخلي بندونو جوړېدو په برخه کې امنیتي ستونزې شته، مګر افغان حکومت د اوبو بندونو سربېره کولی شوای د لمریزې او بادي برېښنا تولید په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودلې وای، مګر لیدل کېږي چې د کمزورو پالیسیو له امله په یادو برخو کې هم اغېزمن ګامونه نه دي اخیستل شوي.
د دې لپاره چې د داخلي بندونو د نه جوړېدو پر بنسټیزو حللارو غور وشي، زیاتره وخت چارواکي هڅه کوي چې امنیتي ستونزې بهانه وګرځوي او د بندونو جوړېدو په برخه کې امنیت لوی خنډ ګڼي. خو وروستۍ څېړنې د بېلګې په توګه د مچلغو بند جوړېدو په لومړيو څلورو کلونو کې ښيي، چې هیڅ ډول امنیتي ستونزه نه وه، مګر بیا هم د یاد بند چارې په خپل وخت تر سره نه شوې او یوازینی لامل یې پڅه څارنه او د فساد و، چې د یاد بند جوړېدل یې تر اوسه وځنډول.
څه باید وشي؟
که وکتل شي د افغان متخصصینو د ظرفیت جوړونې په برخه کې په میلیونونو ډالر مصرف شول، خو بیا هم د افغانستان برېښنايي شبکو ډیزاین او طرحو جوړولو په برخه کې د افغان متخصصینو پر ځای بهرنیو ډونرانو ستره ونډه درلوده. د امریکا د اوریګون پوهنتون د ماسټرۍ پروګرام فارغ او د انرژۍ د سکټور متخصص ښاغلي محسن امین په خبره، نړیوالو مالي ادارو د نړیوال بانګ په ګډون هیڅکله ونه غوښتل چې په افغانستان کې دننه د برېښنا لوی بندونه جوړ شي.
که په رښتینې توګه وغوښتل شي چې په داخلي کچه د برېښنا تولید کچه زیاته او په وارداتي برېښنا تکیه کمه شي، اړینه ده چې د داخلي اوبو بندونو جوړېدو او ساتنې لپاره د ټول ګټو پروژو ساتنې ادارې پرته یوه داسې ځانګړې امنیتي اداره رامنځ ته شي، چې نه یوازې د بندونو امنیت ټينګېدو؛ بلکې د فساد د مخنیوي په برخه کې هم ګوټلي ګامونه پورته کړای شي. مخالف مسلح ځواکونه چې د ټول ګټو پروژو تر سره کېدو په برخه کې ځانګړې سلنه تر لاسه کول غواړي، باید د اوبو بندونو جوړېدو په برخه کې د یاد سهم اخیستو څخه په کلکه ډډه وکړي او د بندونو ساتنې په برخه کې هر اړخیزې مرستې ته چمتووالی وښيي. دا کار کولی شي په داخلي کچه هغه کسان رسوا کړي چې د بندونو جوړېدو په برخه کې فساد کوي او نه غواړي چې افغانستان دې په داخلي برېښنا تکیه وکړي. اړینه ده چې افغان حکومت په یو وخت کې د زیاتو بندونو د چارو له پيل کېدو څخه ډډه وکړي، ځکه په تېرو کلونو کې ولیدل شول چې دې کار یوازې کمپایني اونمایشي بڼه درلوده او ځینې بندونه چې چارې یې کلونه وړاندې تر سره شوې وې؛ مګر د تېرو لسیزو د ناخوالو له امله زیانمن شوي وو، د یادو بندونو د بیارغونې چارې هم په سمه توګه تر سره نه شوې. په یو وخت کې کمزوري اقتصادي او امنیتي وضعیت ته په کتو دې په هغو کم شمېر بندونو کار ګړندی شي، چې وخت ته په کتو زیات ګټور تمامیږي. دا کار کولی شي د بندونو جوړېدو په برخه کې پاملرنه ځانګړې کړي او کمزوری اقتصادي وضعیت له ننګونو څخه وژغوري. د بندونو جوړېدو په برخه کې باید عام وګړي په ملي روحیه د بندونو ساتنې لپاره وهڅول شي او په اوس وخت کې هغه وګړي چې برېښنا ته لاسرسی لري، د واردېدونکې برېښنا مصارف باید په خپل وخت ادا کړي، د فساد د مخنیوي لپاره باید افغان حکومت نور اړین ګامونه پورته کړي، څو په بهر کې د افغانستان نوم بدنامولو ته نور زیان وا نه وړي. غضنفر ګروپ له نړیوال بانګ سره د برېښنا تولید په برخه کې له نړیوال بانګ سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې په مزارشریف کې د 89 میلیونو ډالرو په کچه د برېښنا تولید په برخه کې پانګونه کوي، افغان حکومت باید خصوصي سکټور نور هم وهڅوي څو په دې برخه کې لا زیاته پانګونه وکړي او د هغوی امنیت په برخه کې دې کوټلي ګامونه واخلي.