د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي له مکسیکو سره به د خپلې اوږدې پولې د ساتنې لپاره پر هر ممکنه اقدام لاس پورې کوي او په وینا یې نو ځکه غواړي چې تر افغانستان هم پر دغه پوله ډېر سرتېري ولري. دده په وینا په لومړي ګام کې به له لسو تر پنځلسو زرو عسکر پر دغه پوله ځای پر ځای شي. امریکا ته د مکسیکو له لارې د کډوالو یوه لویه جوپه ور روانه ده چې ټرمپ یې د مخنیوي لپاره اقدامات پیل کړي دي. هغه په یوه ټویټر پیغام کې کډوالو ته په خطاب ویلي وو، راځئ په پوله کې د امریکا اردو ستاسې انتظار وباسي. ټرمپ د خپل کار له پیله په خپل هېواد کې د کډوالو پر ضد جدي اقدامات پيل کړي دي خو دا لا معلومه نه ده چې د کډوالو له نوې جوپې سره به څه ډول چلند کوي. څو ورځې وړاندې یې هم ورتلونکو کډوالو ماشومانو ته د تابعیت د ورکړې قانون لغوه کړ او اعلان یې وکړ چې له دې وروسته ان ورتلونکو کډوالو ماشومانو ته هم د امریکا تابعیت نه ورکول کېږي.