سنچس مور وايي: «نړۍ درې ځلې له منځه تللې ده، د ساري ناروغیو پر مهال، د شخړو د اوج ته رسېدو له امله او درېیم هم د ژبنیو اړیکو د نیمګړتیاوو له امله.»
د «جګړې هنر» د وسله والو شخړو پر ځای د قانع کولو د وړتیا عملي لارې چارې په ګوته کوي، چې په رهبرۍ، سازمان، له سرچینو څخه په ګټه اخیستنه، احتمالي پلانونو، اغېزمنو پرېکړو کولو او پر پوهاوي ټینګار کوي. دا ټول د جوړوونکې یا ګډې مرستې لپاره که په پوځي چارو کې وي او یا هم په ملکي چارو کې وي، له هرڅه اړین ګڼل کېږي او په بېلابېلو محیطي شرایطو کې د ستراتیژیکو بنسټونو کارول د سون تزو له انده هغه څه دي، چې توماس هاین یې د دې کتاب په راتلونکو دیارلسو برخو کې بیانوي.
سون تزو وايي، دا کتاب د اوسنیو متقابلو شخړو لپاره یو ښه کاریال ګڼل کېږي، ځکه کوم ادبیات او فلسفه چې د چین هیواد له دود او فرهنګ سره سم په پراخه توګه یاد شوي، د خلکو تر منځ د اندونو او بنسټونو د شریکولو یوه اسانه کړنلاره ګڼل کېږي.
نوموړی کتاب په بدو حالاتو او جګړه ییزو شرایطو کې د جګړه ییزې جغرافیې د بېلګې په توګه کارول کېږي، چې د احتمالي پلان جوړونې، د پرېکړو کولو اغېزمنتوب، له هر ډول حالاتو سره د زغم وړ حالت او د تېروتنو را کمول په متناسب ډول څرګندوي. یو له ډېرو او بنسټیزو اساساتو څخه دا دی چې په دواړو ملکي او پوځي برخو کې د بیړنیو پلانونو د جوړولو پر مهال که په رواني او روحاني ډول هم وي، باید د هوساینې پر مهال خطر له یاده ونه باسو او په نورمال حالت کې بیړنی حالت په یاد ولرو. دا د معاصر تخنیک له هغو ځانګړتیاوو څخه ده چې په روایتي چینايي فلسفه کې کارول شوې.
د کتاب لیکوال وايي، دلته راټولې شوې دیارلس برخې په ژوره توګه د یوه داسې معنوي طبیعت ښکارندوینه کوي، چې د هغه له لارې خپل ورځنی ژوند پرته له کومې شخړې او مبارزې مخ ته ولاړ شي، که دا مبارزه له نورو سره وي او یا هم له خپل ځان سره.
سون تزو د دې کتاب په اړه وايي، سلګونه بریاوې لاسته راوړل په سلګونو جنګونو کې د لوړوالي ښکارندويي نه کوي؛ له جګړې پرته د دښمن پوځ تابع کول د غوره والي لوړه مرتبه ده. نو ځکه تر ټولو لویه ستراتیژي د دښمن پر پلانونو برید دی او بیا پر متحدینو یې او بیا پر پوځ یې او تر ټولو ناوړه برید پر ښاریانو دی.
یاد کتاب امریکايي لیکوال سون تزو لیکلی او پښتو ژباړه یې بیا پوهنیار انجنیر محمد هاشم ایاز کړې، چې همدا پښتو بڼه یې په دیارلسو برخو کې په ۲۰۰ مخونو کې راټوله شوې ده.
مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.