وروسته تر هغه چې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې دوی افغان حکومت په رسمیت نه پېژني او له بین الافغاني مذاکراتو نه یې موخه له سیاسي اړخونو سره خبرې اترې دي، د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، غوره ده چې طالبان د افغانستان ننني واقعیتونه درک کړي. د نوموړي په خبره، د طالبانو اصلي طرف افغان دولت دی چې د افغانانو د غوڅ اکثریت استازیتوب کوي. صدیقي وایي، د طالبانو وروستۍ څرګندونې د پلمو او د سولې پروسه کې د وخت ضایع کولو ادامه ده. هغه زیاته کړې، د یادې ډلې د خطرناکو غړو له خوشې کولو وروسته له طالبانو سره هیڅ کومه پلمه نه ده پاتې. صدیقي وایي، د دې وخت را رسېدلی، دا ډله چې د افغان ملت د هیڅ یوې برخې استازیتوب نه کوي، له تاوتریخوالي لاس واخلي او د جګړې د پایته رسېدو لپاره د افغانستان د خلکو غوښتنې ومني.





























