د غور ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله پنځه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د غور د والي ویاند عارف عابر ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ملکي وګړو یو سراچه موټر د دولتیار ولسوالۍ او فیروزکوه ښار تر منځ بادګاه سیمه کې پر سړک غاړې ماین وربرابر شو. د هغه په خبره، په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. نوموړي زیاته کړې چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی. د چاودنې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.





























