د نړیوالو کیسو کیسې، کتاب خپله کیسه لري. د کتاب لیکوال وايي، تل مې بهرنۍ کیسې لوستې وې، خو نه مې یې ژباړې ته زړه ښه کړی و او نه مې پر دې د څه لیکلو فکر کړی و. د کیسو کیسې مې یوازې پر پښتو کیسو لیکل وو. کلونه پخوا مې چې کله د کیسو کیسې په لړۍ کې یوڅه ولیکل او خپاره مې کړل، یادېږي مې چې خلکو ترې زیات خوند اخیستی و. یا حد اقل نیوکې مې پرې ونه لیدې، هغه لړۍ مې پسې اوږده کړه او د ۲۰۱۹ م کال په ډسمبر کې مې د کیسو کیسې کتاب چاپ شو.
لیکوال وايي، د دې کتاب د لیکلو هڅه مې د کرونا وبا د رامنځ ته کېدو پر مهال په کور کې د کار کولو او دفتر ته د نه تلو په وخت وکړه. زه به د کرونا وبا له منځ ته راتګ مخکې هره ورځ دفتر ته تلم، چې په دې ډول به مې تګ راتګ درې ساعته وخت نیوه. له دې وخته په استفادې مې د همینګوی او ځینو نورو لیکوالانو کیسې را وژباړلې او لیکنه مې پرې وکړه. له پيله دا کار په دې نیت و چې له وخته به استفاده کوم او ساعت به پرې تېروم. ما دا وخت ډېرې نړیوالې کیسې ولوستې، په هغو کې مې چې کومه خوښه شوه، ومې ژباړه. د کیسو د انتخاب پر وخت مې هڅه وکړه چې د بېلابېلو تخنیکونو، بڼو او سبک کیسې را واخلم. دا کیسې ډېرې د نولسمې او شلمې پېړۍ د لومړۍ نیمايي وې. د دې کیسو ډېر لیکوالان مړه شوي وو، په ژوندیو کې ډېرې داسې مېرمنې وې چې عمرونه یې خورا ډېر وو. دوه نسبتاً ځوانان وو، په هغو پسې شوم چې وې یې مومم. خبرې ورسره وکړم، هم د ژباړې اجازه ترې واخلم او هم دا وګورم چې دوی کیسې ته له کومې زاویې کتلي دي. دا کار مې د کیسو کیسې کتاب کې کړی و، دا کتاب لوستونکو ته نوی و، خوند یې ورکړی و، خو د بهرنیو لیکوالانو له نظره پښتانه لوستونکي شاید مخامخ دغسې نه وي خبر شوي. عموما د بهرنیو لیکوالانو نظرونه په نورو ژبو ژباړل شوي او بیا ژباړل شوې بڼې یې په پښتو ځینو لیکوالانو را اخیستې دي. ما غوښتل له دوی سره پر هغو کیسو خبرې وکړم، چې ما را ژباړلې وې.
د دغو کیسو د انتخاب په وخت مې د کیسو د لیکلو طرز او سبک ته پام کړی دی. د لیکوالانو هیوادونو ته مې دقت کړی دی. نه مې غوښتل چې د یوې سیمې یا یو هیواد ډېرې بېلګې را واخلم، په داسې حال کې چې په نړیوالو ادبیاتو کې روسي او امریکايي ادبیات ډېر غني دي، خو ما هڅه وکړه چې د نړۍ له لر او بر کیسې ولرم.
په ټوله کې مو دا کتاب د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو له داستان سره اشنا کوي، تاسې ته ښيي چې هغوی په ژوند کې کوم اړخونه مهم نیولي او له کومو هغو یې متنفر دي.
مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.