په کندهار کې سږ کال له وچکالۍ سربېره د انارو حاصلات ډېر دي او تر دې مهاله ۱۸ زره ټنه بهر ته صادر شوي چې ټوليز ارزښت يې شاوخوا درې سوه ميليونه افغانۍ کېږي. د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا وايي، که څه هم سږ کال کندهار وچکالۍ ځپلی او اوبه کمې وې، خو د انارو حاصلات ډېر ښه دي چې پر همدې بنسټ به یې صادرات هم تر پخوا ډېر وي. دی وایي، تر دې مهاله له کندهار څخه د شاوخوا ۴ میلیونه امريکايي ډالرو (شاوخوا ٣٠٠ ميليونه افغانۍ ) په ارزښت ۱۸ زره ټنه انار بهر ته صادر شوي او دا لړۍ روانه ده. د ده په خبره، د دغو انارو ډېره برخه پاکستان او لږه برخه یې هند او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي. خو دی وايي، د هغو انارو کچه تر دې هم ډېره ده چې له دوی سره راجستر شوي نه دي او د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.