د شانګهای د همکارۍ سازمان د ۲۰۲۶م کال سرمشريزه د سپتمبر په لومړۍ نېټه پای ته ورسېده. د چين د سی اېم جي خبريال د ازبکستان د عالي کانګرېس د مشرانو جرګې له لومړي مرستیال رئيس صادق صفايوف سره ځانګړې مرکه وکړه. نوموړي د دې سازمان د بنسټ ايښودلو د یوه ګډون کوونکي په توګه داسې ويلي چې دغه سازمان د نورو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو په مقابل ګروپ نه دی او موخه يې د نړیوالې همکارۍ پرمخبېول، د بېلا بېلو هېوادونو د ځواکونو راغونډول او په اوسنۍ نړۍ کې له بېلا بېلو ننګونو سره مقابله کول دي.
صفايوف له سي اېم جي سره د مرکې په ترڅ کې ويلي چې د انسان د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په هکله د رئيس شي جين پینګ مفکورې د کلتوري متنوع د درناوي پر بنسټ د ګډ برخليک په اړه غړو هېوادونو نوې اجماع راوستلې او په څلورو نړيوالو وړاندیزونو کې یې بېلا بېل هېوادونه هڅولي چې له نړيوالو ننګونو سره مبارزه وکړي چې دا ډېر اغیز او په نړۍ کې ډېر اهميت لري.































