د ټکنالوژۍ پېژندل شوې کمپنۍ اپل تېره شپه ناوخته په یوه جوړه کړې غونډه کې نوي لپټاپونه معرفي کړل. لس ورځې وړاندې اپل کمپنۍ د خپلې دې غونډې کتلو لپاره بنلیکونه واستول. په دې غونډه کې اپل کمپنۍ د لومړي ځل لپاره د دې کمپنۍ خپل اې ار اېم سېلېکان چېپ لرونکو لپټاپونو څخه پرده پورته کړه. له دې وړاندې ډېرو راپورونو کې ادعا شوې چې اپل کمپنۍ غواړي له دې وروسته تر ډېره خپلو لپټاپونو کې د خپلې کمپنۍ پروسېسرونه وکاروي. د بلومبرګ راپور کې ادعا شوې چې اپل کمپنۍ د مک بک درې نوې بڼې – ۱۳ انچه مک بک اېیر، ۱۳ انچه مک بک پرو او ۱۶ انچه مک بک پرو معرفي کړل. دغه درې واړه لپټاپونه به د اپل کمپنۍ نوی سېلیکان چېپ ولري. ویل کېږي چې له چېپ پرته د دغو لپټاپونو ډیزاین کې کوم بدلون نه دی راوستل شوی. د ټکنالوژي کارپوهان په دې باور دي چې د مک بک لپټاپونو کې د اپل کمپنۍ خپل چېپ کارول به د دغو لپټاپونو بیه کې د پام وړ کمی راولي.