د تغذیې متخصصینو په وینا چې په کافي اندازه د مرچک کارول کولی شي ستاسو د زړه روغتیا لپاره ګټه وکړي. مګر دا چاره په اونۍ کې باید درې ځله تر سره شي او له دې زیاته باید تر سره نه شې. د مرچکو زیات استعمال مو زړه ځوان ساتي.
همدغه راز د کاپاساکین په نوم یو مرکب کې دا په ډاګه شوې، چې د مرچکو زیات استعمال مو د وینې رګونو پاک ساتلو او پیاوړي کولو کې مهم رول لري. د تغذیې متخصصینو په وینا چې د مرچکو زیات استعمال مو د وینې فشار ټیټولو کې مهم رول لري.
د مرچکو زیات استعمال زموږ د زړه په ساتنه کې مرسته کوي. زیات مرچک لرونکي خواړه ستاسو معده روغه ساتي او په معده کې د تیزابو مقدار کموي. زیات مرچ لرونکي خواړه مزاج لوړوونکي دي چې له دماغ سره مرسته کوي څو په بدن کې د خوښۍ هورمونونه خپاره کړي. دغه راز شنه مرچک د ویټامین سي درلودونکي دي، خو په سیوري او سوړ ځای کې یې وساتئ، ځکه که ګرم ځای کې وساتل شي، خپل ویټامین سي له لاسه ورکوي.