موټرولا کمپنۍ خپل نوی ارزانه بیه ځیرک موبایل خرڅلاو ته وړاندې کړ. دغه ځیرک موبایل له ۵جي ټکنالوژۍ څخه ملاتړ کوي او موټو جي ۵جي (Moto G 5G) نومول شوی دی. دغه ځیرک موبایل اوسمهال اروپا کې خرڅلاو ته وړاندې شوی او بیه يې ۳۰۰ یورو ټاکل شوې ده. دغه ځیرک موبایل ۶٫۷ انچه فول اېچ ډي پلس ۱۰۸۰، ۲۴۰۰ پکسل ریزلوېشن لرونکې مخپاڼه لري او په کې د کوالکوم کمپنۍ سنپ ډراګن ۷۵۰جي پروسېسر او اډرینو ۶۱۹ جي پي یو کارول شوی دی. موټو جي به ۴-۶ ګېګابایټ رم او ۶۴-۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ولري. کاروونکي د فایل ثبتونې وړتیا د میموري کارت له لارې یو ټېرابایټ ته لوړولی شي. شاتنۍ برخه کې درې کامرې لري چې ۴۸ مېګاپکسله اصلي، ۸ مېګاپکسله الټرا وایډ انګل او ۲ مېګاپکسله مکرو کامرې په کې شاملې دي. مخکینۍ برخه کې یوه ۱۶ مېګاپکسله سېلفي کامره هم لري. د ګوتې نښې سېنسر شاتنۍ برخه کې د کامرې لاندې ځای پر ځای شوی دی. دغه ځیرک موبایل ۵۰۰۰ ملي امپیره ستره بېټرۍ لري چې ۲۰ واټ ټوربو پاور چټک چارج څخه ملاتړ کوي.