پاکستان او افغانستان د کډوالو د ایستلو پر منظم پلان هوکړه کړې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې تېره ورځ په اسلام اباد کې د افغان او پاکستاني اړخ تر منځ د کډوالو پر مسئله خبرې شوې دي. دواړو لورو په دغه کتنه کې پر یو لړ مسایلو هوکړه کړې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پاکستاني او افغان اړخ هوکړه کړې چې له پاکستان د کډوالو د ایستلو لپاره باید یو منظم پلان جوړ کړل شي، څو په تدریجي او بشپړه توګه افغان کډوال له دغه هېواد ووځي. پاکستان ویلي چې د کډوالو د ایستلو لپاره به له فشار کار نه اخلي، خو باید په دې برخه کې جوړېدونکي پلانونه کارنده او عملي وي. دغه غونډه د پاکستان او افغانستان ترمنځ دعمل پلان د برخې په توګه جوړه شوې وه. د کډوالو په اړه دویمه لیدنه ۱۲ ورځې وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځ په کابل کې ترسره کېږي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې دمګړی په پاکستان کې ۱،۴ میلیونه راجستر شوي او تر یو میلیون پورې ناراجستر شوي کډوال ژوند کوي.