سامسُنګ کمپنۍ غواړي چې د ۲۰۲۱ کال په پیل کې د ګلکسي اېس۲۱ (یا کېدای شي اېس۳۰ ونومول شي) د لړۍ ځیرک موبایلونه وړاندې کړي او له وړاندې څخه یې په دغو ځیرکو موبایلونو کار هم پیل کړی دی. له اوږدې مودې څخه د ګلکسي اېس۲۱ اړوند د معلوماتو افشا کېدو لړۍ هم ادامه لري. تر دې دمه د دغو ځیرکو موبایلونو د ډیزاین، کامرې، د کامرو وړتیاوو، د وړاندې کېدو نېټې او نورو په اړه معلومات افشا شوي دي؛ خو اوس د معلوماتو افشا کوونکې باوري سرچینه، ایس یونیورس، د دغو ځیرکو موبایلونو چې کېدای شي د ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۱۴مه کاروونکو ته معرفي شي، په اړه نور مهم معلومات هم شریک کړي دي. سامسُنګ کمپنۍ ګلکسي اېس۲۰ ځیرکو موبایلونو کې له لوړ ریفرش رېټ څخه د ملاتړ ټکنالوژي وړاندې کړه، خو کاروونکو لوړ ریزلوشن کې د ۱۲۰ هرتز ریفرش رېټ څخه ګټه نشو پورته کولی او د دې ځانګړنې له فعاله کېدو سره یې ریزولوشن ۱۰۸۰پي ته ښکته شو چې سامسُنګ کمپنۍ له دې امله د کاروونکو له نیوکو سره هم مخ شوې.