پښتورګي په بدن کې د فلتر په توګه کار کوي چې وینه له زهرجنو حجرو او ضايعاتو څخه تصفيه کوي او مثانې ته يې استوي څو د تشو بولو له لارې خارج شي. پښتورګي د لوبیا دانې ته ورته شکل لري، چې د ملا تیر کیڼ او ښي اړخ ته پراته دي. له نیکه مرغه تاسې کولی شی د پښتورګو روغتيا ته په پاملرنې سره دغه خطرونه کم کړی او دا د ځينو خوړو له لارې ممکن دي. هغه خواړه موږ درته ښيو:
هوږه: هوږه يوازې زړه ته نه؛ بلکې د پښتورګو د روغتيا لپاره هم غوره خواړه دي، دا په خوراک کې د اضافي مالګې اندازه کموي.
پياز: پياز ځینې ويټامينونه، منرالونه او د پښتورګو لپاره ګټور د اکسيد ضد مادې لري.
کورکمن: کورکمن له التهاب او اکسيدونو څخه ډک خواړه دي، دغه راز په پراخه کچه مګنيزيم او اوسپنه هم لري.
مڼه: د التهاب پر وړاندې د مبارزې لپاره مڼه غوره خواړه دي، دا په پراخه کچه ويټامن سي لري او د اکسيدونو ضد ده.