د سویلي کوریا د ټکنالوژۍ پیاوړې او پېژندل شوې کمپنۍ هر کال ډېر مختلف ځیرک موبایلونه وړاندې کوي، خو ګلکسي اېس او نوټ لړۍ بیا د دې کمپنۍ تر ټولو پیاوړي او غښتلي ځیرک موبایلونه دي. اوس داسې ښکاري چې سامسُنګ کمپنۍ د ۲۰۲۱ کال لپاره نوې کړنلاره خپله کړې ده. د معلوماتو افشا کوونکې باوري سرچینه، مکس وېنبخ چې اوسمهال د انډرایډ پولیس وېبپاڼې لپاره کار کوي، ادعا کوي چې سامسُنګ کمپنۍ راتلونکی کال د ګلکسي نوټ لړۍ ځیرک موبایلونه نه وړاندې کوي. د نوموړې سرچینې په خبره، سامسُنګ کمپنۍ به په ۲۰۲۱ کې څلور د ګلکسې اېس۲۱ د لړۍ او درې د فولډېبل ګلکسي زي لړۍ ځیرک موبایلونه خرڅلاو ته وړاندې کړي. د راپورونو پر بنسټ، دغه ۷ معرفي کېدونکي ځیرک موبایلونه به له اېس – پېن څخه د ملاتړ وړتیا ولري، کوم چې له دې وړاندې د نوټ لړۍ یوه له مهمو ځانګړنو څخه وه.