د شیاومي کمپنۍ یوه څانګه، پوکو غواړي چې راتلونکې اونۍ خپل نوی ځیرک موبایل وړاندې کړي. پوکو کمپنۍ په ټیټه بیه ډېر پیاوړې ځانګړنې لرونکي ځیرک موبایلونه وړاندې کوي. اوس پوکو کمپنۍ غواړي د نومبر په ۲۴مه خپل پوکو اېم۳ نومی ځیرک موبایل خرڅلاو ته وړاندې کړي، خو له اوس څخه د دغه ځیرک موبایل تصویرونه او ځینې ځانګړنې افشا شوې دي. د دغه ځیرک موبایل د شاتنیو کامرو جوړښت د نورو ځیرکو موبایلونو په پرتله ډېر مختلف ډیزاین لري. د افشا شویو معلوماتو پر بنسټ، دغه ځیرک موبایل به ۶٫۵۳ انچه فول اېچ ډي پلس ریزولوشن لرونکې مخپاڼه ولري. پوکو اېم۳ کې د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن ۶۶۲ ډوله پروسېسر، ۴ ګېګابایټ رم او ۶۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې ستره بېټرۍ ورکړل شوې چې له ۱۸ واټ چټک چارج څخه د ملاتړ وړتیا لري. شاتنۍ برخه کې ۳ کامرې لري چې ۴۸ مېګاپکسله اصلي کامره په کې شامله ده. که څه هم د دغه ځیرک موبایل د بیې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو اټکل کېږي چې بیه به يې د پخوا په څېر او د پوکو اېکس۳ په پرتله ټیټه وي.