په روانه میلادي میاشت کې هم وټساپ په خپله له منځه تلونکو پیغامونو سربېره، ډېرې نورې ځانګړنې اضافه کړې، خو دغه کاریال غواړي ځینې نورې ځانګړنې هم اضافه کړي. یو له دغو ځانګړنو څخه د میوټ ویډیوز (Mute Videos) اسانتیا ده. څرنګه چې له نوم څخه يي هم ښکاري، د دې ځانګړنې په مرسته کاروونکي کولی شي د هغه ویډیو چې غواړي خپلو ملګرو ته یې واستوي یا خپل سټېټس ته يې پورته کړي، غږ بند کړي. اکثره ځینې خلک غواړي یوه ځانګړې ویډیو خپلو ملګرو ته واستوي یا خپل سټېټس ته یې پورته کړي، خو په ویډیو کې د هغو غږونو یا خبرو له امله چې نه غواړي نور يې واوري، دغه کار نشي کولی. د وټساپ دغه ځانګړنه به دغه ستونزه اواره کړي او کاروونکي به وکولی شي د کوم ویډیو اېډېټر له کارولو پرته د خپلې ویډیو غږ بند او خپلو ملګرو ته یې واستوي یا سټېټس ته پورته کړي. پر دې سربېره، وټساپ پر ځینو نورو ځانګړنو هم کار کوي، خو تر اوسه یې په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي.