که د غاښونو پاکوالي ته پام ونه شي، د غاښونو د توروالي او خرابېدو لامل ګرځي. خوله او غاښونه د انسان د روغتیا هينداره بلل کېږي. ډېری کسان د غاښونو په بورس کولو کې احتیاط نه کوي. د غاښونو په بورس کولو کې باید له زیات سرعت یا تېزۍ ډډه وشي چې وریو او غاښونو ته مو زیان ونه رسېږي او تر ۲ یا ۳ دقیقو پورې هره ورځ دوه ځله استعمال شي. دغه راز زموږ په ټولنه کې زیاتره خلک دا عادت لري چې تر ډوډۍ خوړلو وروسته د غاښونو د پاکوالي لپاره له ډکي استفاده کوي. د غاښونو روغتیا پوهان وايي، دا عادت مو د غاښونو روغتیا ته زیان اړوي او ورۍ مو ورسره زخمي کېږي. د انرژیو او یخو مشروباتو څښل هم نه یوازې عمومي رغتیا ته زیان رسوي، بلکې د غاښونو روغتیا ته مو هم جدي زیان اړوي، ځکه دا ډول څښاک په خپل ځان کې بېشمېره کېمياوي مواد لري او څښل یې غاښونه توروي، ورستوي یې او همدا ډول مو معدې ته هم جدي ګواښ پېښولای شي.