موټرولا موټو اي۷ نومي ځیرک موبایل چې موده وړاندې يي پیاوړې بڼه موټو اي۷ پلس، خرڅلاو ته وړاندې شوې وه، تازه یې نوې ارزان بیه بڼه معرفي کړې. که څه هم دغه دواړه ځیرک موبایلونه تر ډېره سره ورته دي، خو د موټو اي۷ بیه ډېره ټیټه ده. دغه ځیرک موبایلونه په پروسېسر او د بېټرۍ په وړتیا کې سره توپیر لري. موټو اي۷ کې د مېډیاټېک کمپنۍ هېلیو جي۲۵ ډوله پروسېسر کارول شوی دی. په داسې حال کې چې موټو اي۷ پلس کې د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن ۴۶۰ ډوله پروسېسر کارول شوی و. موټو اي۷ کې دوه ګېګابایټ رم او ۳۲ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا او ۴۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ورکړل شوې ده، چې له ۱۰ واټ چټک چارج څخه هم ملاتړ کوي. د موټ اي۷ پلس بېټرۍ ۵۰۰۰ ملي امپیره وه. دغه ځیرک موبایل ۶٫۵ انچه اېل سي ډي ډوله مخپاڼه لري. دغه ځیرک موبایل به په پیل کې اروپا کې خرڅلاو ته وړاندې شي او بیه يې ۱۵۰ یورو ټاکل شوې ده.