له خلکو سره داسې یو تصور دی چې پر شکرې ناروغۍ اخته کسان باید مېوې ونه خوري، ځکه داسې ویل کیږي چې د مېوو شکر یا ګلوکوز په بدن کې د تصفیه شوي شکر په څېر عمل کوي، نو ځکه باید ونه خوړل شي. خو د تغذیې د برخې متخصصین داسې اشخاصو ته د میوو خوړل ګټور بولي. دا سمه ده چې ټول هغه کاربوهایډریټ چې د خوراکي موادو له لارې تر لاسه کېږي، بالاخره د وینې په ګلوکوز بدلېږي چی په دې کې د مېوو کاربوهایډریټ هم شامل دي. څېړنې وایي چې مېوې د وینې پر شکر ډېر لږ اغېز کوي؛ ځکه میوې هم د سبزیو په څېر په عمده ډول د ویټامینونو، معدني موادو او انټي اکسیدان پرته له اوبو او فایبر جوړې شوې دي او فایبر په وینه کې د شکر د ډېرېدو پروسه ورو کوي. بل مهم ټکی د مېوو په استعمال کې دی. هغه مېوې چې په یوه واحد کې یې د کلسیمو کچه له ۵۵ ښکته وي، پر شکرې ناروغۍ د اخته کسانو لپاره مضرې نه دي.