لوړ قد د طب له مخې د روغتیا نښه ګڼل کېږي. جېنونه د کوچنیانو د قد په لوړولو کې ستره ونډه لري، خو دا یوازینی فکټور نه دی، بلکې نورې اغېزناکې لارې چارې هم شته چې د کوچنیانو قد ورسره لوړېدای شي. ډېری بېروني عوامل لکه د ژوند شرایط او غذايي رژیم د کوچنیانو د قد په لوړولو کې ډېر زیات اغېزناک رول لري. د مور شیدې د کوچنیانو لپاره په لومړنیو ۶ میاشتو کې بشپړ او غوره خواړه دي، خو تر ۶ میاشتو وروسته میندې کولای شي، چې خپلو کوچنیانو ته له شیدو سره سره خواړه هم ورکړي. هر کوچني ته باید تر درې کلنۍ پورې په ورځ کې ۵ یا شپږ ځلې بېلابېل خواړه لکه د مور شیدې، ژېړې سبزیانې، شین کدو، خرما، الوبالو، زردالو او داسې نور ورکړل شي. که چېرته مو کوچنی پر ناروغۍ اخته شوی و، نو خواړه یې نور هم زیات کړئ، ځکه چې ماشومان له عادي ناروغیو سره هم ډېره انرژي مصرفوي او بدن یې ډېر مواد له لاسه ورکوي.