یوې نوې څېړنې ثابته کړې چې ۴۰ قدمه پلی تګ له نورو ډېرو روغتیايي گټو سربېره انسان ځوان، روغ او غښتلی ساتي. د دې څېړنې پر اساس هره ورځ ۴۰ قدمه پلی تګ د ورزش په موخه انسان روغ، ځوان او غښتلی ساتي. ډېر عمر لرونکي کسان چې دغه عادت يې خپل کړی، په ۷۰ کلنۍ کې هم د غښتلتیا احساس کوي. ۴۰ قدمه پلی تګ نورې ډېرې گټې هم لري او انسان له ډېرو بېلابېلو ناروغیو ژغوري، خو د امریکا په کلوراډو پوهنتون کې شوې دغه نوې څېړنه ښيي چې پلی تګ د هغو کسانو لپاره هم خورا ګټور دی، چې عمرونه یې خوړلي دي؛ ځکه په لوی عمر کې هم پلی تګ د انسان د بدن مقاومت ډېروي او د ناروغیو په مقابل کې یې قوي ساتي. د څېړنې پر بنسټ کوم سپین ږیري چې ۴۰ قدمه پلی تګ کوي، نسبت هغو مشرانو ته چې دغه ورزش نه کوي، ډېر غښتلي وي او ناروغۍ پرې ژر غلبه نه کوي. څېړنو ثابته کړې، هغه کسان چې پلي ګرځي، وینه یې په جریان راځي او له شکر ناروغۍ په امن کې وي.