هېل په پخلي کې له مهمو مساله جاتو څخه شمېرل کېږي، خوړو ته ځانګړی خوند ورکوي او پر دې سربېره د انسان د بدن لپاره ځینې روغتیايي ګټې هم لري. د روغتیايي چارو متخصصه ډاکتره امال فتحي وايي: هیل ځینې روغتیايي توکي لري، چې د انسان بدن ورته اړتیا لري، هېل کې پروټین، اوبه، کلسیم، فاسفورس او ویټامین B او C شته. د هېل ځینې ځانګړنې په دې ډول دي: د انسان په بدن کې راټول شوي زهري مواد له منځه وړي، هیل مو ادرار زیاتوي او له بدن څخه مو اضافه مالګه او زهري مواد وباسي، د کومو کسانو چې خوا بدېږي یا یې زړه خرابیږي، د هېل کارول ورته ګټه لري، هاضمه مو ښه کوي، د قبضیت له منځه وړلو لپاره تر ټولو اسانه او غوره درمل دی او د وینې د غوټه کېدو مخه نیسي. یا په بله مانا، کولسټرول تنظیموي، فشار نورمال ساتي او د لوړېدو مخه یې نیسي، د سرطان مخنیوی کوي، په بدن کې اضافه کالري له منځه وړي او په پایله کې مو له ډېر وزن څخه خلاصوي.