اېنفنېکس کمپنۍ خپل نوی غوره ځانګړنې او ارزان بیه لرونکی ځیرک موبایل خرڅلاو ته وړاندې کړی. دغه ځیرک موبایل اېنفنېکس زیرو ۸ای (Infinix Zero 8i) نومول شوی دی. دغه ځیرک موبایل له ۹۰ هرتز ریفرېش رېټ څخه ملاتړ کوي او ۴۵۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري. زیرو۸ای کې ۶٫۸۵ انچه فول اېچ ډي پلس او ۱۰۸۰، ۲۴۶۰ ریزلوشن لرونکې ستره مخپاڼه او د مېډیاټېک کمپنۍ هېلیو جي۹۰ټي ډوله پروسېسر او مالي-جي۷۶ ډوله جي پي یو ورکړل شوې ده. ۸ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لري. کاروونکي د میموري کارت په کارولو سره د فایل ثبتونې وړتیا ۲۵۶ ګېګابایټ ته لوړولی شي. شاتنۍ برخه کې څلور کامرې لري چې ۴۸ مېګاپکسله اصلي کامره، ۸ مېګاپکسله الټراوایډ اېنګل، ۲ مېګاپکسله ډېپت سېنسر او اې ای (AI) کامرې په کې شاملې دي. مخکینۍ برخه کې د سېلفي لپاره دوې کامرې لري چې ۱۶ مېګاپکسله اصلي کامره او ۸ مېګاپکسله الټراوایډ اېنګل کامرې دي. د دغه ځیرک موبایل بېټرۍ له ۳۳ واټ چټک چارج ټکنالوژۍ څخه هم ملاتړ کوي.