سامسُنګ کمپنۍ له ۲۰۱۰ کال راهیسې هر کال د نویو ځانګړنو اضافه کولو له امله د ګلکسي اېس لړۍ د ځیرکو موبایلونو بیه هم لوړوي. له همدې امله تېر کال د ګلکسي اېس لړۍ ځیرک موبایلونه د دې لړۍ د تاریخ تر ټولو ګران بیه ځیرک موبایلونه وو. تېر کال د ګلکسي اېس۲۰ الټرا چې د دې لړۍ تر ټولو پیاوړی ځیرک موبایل و، بیه ۱۴۰۰ امریکايي ډالره ټاکل شوې وه. ځینې کوریايي سرچینې ادعا کوي چې د ګلکسي اېس۲۱ لړۍ ځیرک موبایلونه به د تېر کال ګلکسي اېس۲۰ لړۍ څخه ۱۰۰ – ۱۵۰ امریکايي ډالرو پورې ارزانه وي. په دې ډول کېدای شي د ګلکسي اېس۲۱ بیه ۸۴۹ یا ۸۹۹ امریکايي ډالره، د ګلکسي اېس۲۱ پلس بیه ۱۰۴۹ یا ۱۰۹۹ امریکايي ډالره او د ګلکسي اېس۲۱ الټرا بیه به ۱۲۴۹ یا ۱۲۹۹ امریکايي ډالره وي. دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د ګلکسي اېس۲۰ بیه ۹۹۹ امریکايي ډالره، د ګلکسي اېس۲۰ پلس بیه ۱۱۹۹ امریکايي ډالره او د ګلکسي اېس۲۰ الټرا بیه ۱۳۹۹ امریکايي ډالره ټاکل شوې وه.